هغه ښځه چې الله جل جلاله يې غږ له اوو اسمانونو څخه پورته اورېدلی وه

دې ښځې د پيغمبر عليه السلام سره د خپل مېړه په هکله خبرې اترې کولې چې په دې ترڅ کې د نوموړې د ستونزې د حل لپاره له اسمانه الهي شريعت رانازل شو.

دغه ښځه به چې بيا وروسته له حضرت عمر رضي الله عنه سره مخامخ کېده نو عمر رضي الله عنه ته به يې ويل: له خدايه وډار شه ای عمره! پخوا به موږ په (عمري) يادولې او نن امير المؤمنين شوې، او تر ډېره پورې به يې حضرت عمر رضي الله عنه نه پرېښود. خلکو به ورته ويل: عمر رضي الله عنه نور خپل کار ته پرېږده، نو حضرت عمر به ځواب ورکړ چې: څه مه ورته وايه، پوهېږې چې دا ښځه څوک ده؟ دا (خَوْلَة) ده، هغه څوک چې الله جل جلاله يې غږ اورېدلی دی، نو عمر خو يې بايد چې خبره واوري او ويې مني.