ښوونکی لېونی دی
يو بې دينه ښوونکي له خپلو زده کوونکو څخه وپوښتل چې: آيا تاسې مېز ليدلی شئ؟ زده کوونکو ځواب ورکړ: هو، ښوونکي وويل: نو مېز هم شته دی.
بيا يې وپوښتل چې: آيا تاسې توره تخته ليدلی شئ؟ هغوی ځواب ورکړ: هو، ښوونکي وويل: نو توره تخته هم شته.
بيا يې وپوښتل چې: آيا تاسې الله تعالی ليدلی شئ؟ هغوی ځواب ورکړ: نه، ښوونکي وويل: نو الله هم نشته.
له زده کوونکو څخه يو راپاڅېد او ويې پوښتل: آيا تاسې د ښوونکي عقل ليدلی شئ؟ نورو زده کوونکو ځواب ورکړ: نه، ويې ويل: نو ښوونکی صيب مو هم لېونی دی.
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
هغه ښځه چې الله جل جلاله يې غږ له اوو اسمانونو څخه پورته اورېدلی وه
دې ښځې د پيغمبر عليه السلام سره د خپل مېړه په هکله خبرې اترې کولې چې په دې ترڅ کې د نوموړې د ستونزې د حل لپاره له اسمانه الهي شريعت رانازل شو.
دغه ښځه به چې بيا وروسته له حضرت عمر رضي الله عنه سره مخامخ کېده نو عمر رضي الله عنه ته به يې ويل: له خدايه وډار شه ای عمره! پخوا به موږ په (عمري) يادولې او نن امير المؤمنين شوې، او تر ډې...
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
د قيامت له لويو نښو څخه
د الله پيغمبر صلی الله عليه وسلم وايي چې د قيامت له لويو نښو څخه دا هم ده چې لمر له لوېديځ څخه راوخېژي، او کله چې دا کار وشي نو توبه بيا نه قبلېږي....