د جرس ادبی جرګې د کره کتنې غونډه
د جرس ادبي جرګې کراچۍ میاشتنۍ تنقیدي غونډه ملنګ شاه هوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ صدر کې د ښاغلي نورالاسلام سنګر په مشرۍ کې وشوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ننګیال یوسفزي ترسره کولې ـ غونډې ته ړومبې ننګیال یوسفزي د تېرې غونډې روداد واورلو ،د رودار روسته ننګیال یوسفزي خپل نظم ،،نوی کال،، کره کتنې ته وړاندې کړو ـ په نظم د بحث خلاصه څه دا وه چې نظم د خیال له پلوه ښه او حسب حال دی ، خو د نظم دوه درې مصرعو کې د ژبې غلطيانې د شاعر څخه شوي دي ـ
د غونډې دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې ننګیال یوسفزي ،ماښام خټک،ظفرکریمي ،امان اپریدي ،ریاض تسنیم او نورالاسلام سنګر پکې کلامونه واورول ـ غونډه کې طاهر اپریدي هم مو جود وـ
غونډه کې د یو قرارداد په ترڅ کې وویل شو چې جرس ادبي جرګه پښتونخوا کې د راغلو سیلابونو له امله په حق رسیدلو د کورینو سره د دوي په درانه غم کې ځان شریک ګڼي ـ
راتلونکي غونډه کې به د جاوید احساس په کتاب سرچینه مذاکره کیږي ـ
ظفرکریمي