جرس ادبي جرګې د تکړه ژورنالسیت،شاعر ،او د جرس ادبي جرګې مخکښ غړي ښاغلي رحمان بونیري په کور(بونیر،پولان کلي کې) د نامالومه ترهګرو له لوري شوی برید په سختو ټکو کې وغندو او د پښتونخوا ایالتي حکومت نه یې په ټینګه د پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه ـ

د جرس ادبي جرګې ټولو غړو په یو هنګامي غونډه کې د رحمان بونیري سره په دغه درد کې ځان شریک وباله او د حکومت څخه یې دا غوښتنه هم وکړه چې د صحافیانو،دانشورانو او د قلم د خاوندانو د سراو مال ساتنې ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي او ددوۍ اساسي حقونو د خوندي توب ضامن دي شي ـ

                                                 ظفرساپی کریمي