دیره اسماعیل خان (اخری برخه)
۱۸۹۴ کښي له وزیرستان څخه سرډورینډ په نښته ټانک ته راورسید او د ټانک د قلعی له وره سره ولګیدو ټپی شو او دالته مړ شو وروسته یی ډیره اسماعیل خان ته راووړ او په چرچ قبرستان کښی یی ښخ کړو
په ۱۹۱۹ کښي دافغانستان انقلابی حکمران امان الله خان چی کله دافغانستان دبشپړی ازادی او خودمختیاری اعلان وکړو ددی سیمی اولس امان الله سره دهرقسمه مرستی اعلان وکړو او دافغانستان حکمران ته یی دملګرتیا پیغام ورولیږو؛ بیا کله چی انګریز د افغانستان ددی انقلابی حکمران امان الله خان دسلطنت دړنګولو لپاره منصوبی او دسیسی جوړی کړی په دی کښی تر ټولو موثره منصوبه یی داوه چی انګریزانو خپل ېو مشهور جاسوس ډی ای لارنس ؛؛ چی دنړی په تاریخ کښی دلارنس اف عربیه په نامه مشهوره دی ؛؛ واولیږو او هغه دلته په پنیاله نامی کلی کښی چیرته چی افغان کوچیان خصوصا دغلزی قبیلی ناصران ډیری اوسیږی مشته شو او د یو روحانی پیر جامه یی واغوستله او په ځان یی دپیرکرم شاه نوم کښیښود دی پیر پخواهم د پښتنو په نورو سیمو کښی دجاسوسی په مشن تللی وو پښتو یی ډیرښه ذده کړی وه دخلګو د ګمراه کولو لپاره یی پنځه وخته لمونځ ډیر په پابندی سره اداکاوه او کله کله به یی دقران مجید یادکړی هغه ایاتونه او دهغو ترجمه هم بیانوله چی دجهاد ذکر به پکښی وو او دافغان حکمران امان الله خان خلاف د انګریزانو په سازش بغاوتونه شروع شول او په افغانستان کښی دامان الله خان کافر کیدو پروپیګنډه ویړه شوه دی پیرکرم شاه د ډیره اسماعیل خان په پنیاله کښی هغه ټول پیران خلیفه ګان اوتش په نامه عالمان راټول کړو څوک چی له افغانستان څخه دانګریزانو په خوله راتښتیدلی وو اود ۵۵۰ ملایانو پيرانو په پکښی دکابل شیراغا ؛ملاشوربازار؛ او قاضی عبدالرحمن هم وو او بیایی په ۱۹۲۸ کښی دپیرکرم شاه په مشری کښی جرګه وکړه او دی جرګی د امان الله خان دکافرکیدو فتوی ولګوله او افغان اولس ته یی دامان الله خان خلاف د جهاد دفرضیت حکم ورکړواو هم دی جرګی هغه جعلی انځورونه تیار کړو چی پکښی د امان الله خان میرمن ملکه ثریا په قابل اعتراض او غیر شرعی حالاتو کښی ښکاره کړی وه او هم ددی فتوی په جاری کیدو افغانستان کښی امان الله خان خلاف اور نور هم تیز شو او ددی مهم دکامیابی لپاره ۳۶ لکه روپی ددی مشایخو او پیرانو په ذریعه افغانستان کښی تقسیم کړی او په نتیجه کښی امان الله خان له تخت څخه لری کړل شو او د افغانستان مشهور ډاکو بچه سقاوو په اقتدار کښیناستو او د امیرالمومنین نوم یی اختیار کړو
ډیره اسماعیل خان په پښتون وطن کښی هغه سیمه ده چی دلته تر یو درجن زیات قبایل اباد دی چی ګنډه پور؛نیازی میاخیل ؛ سوری کنډی ؛ بابر شیرانی ؛ خوندی ؛ حلوانی؛ او مروت پکښی مشهوری قبیلی دی
ددی سیمی خلک زیاتره زیارکښ او دخپلی خاوری سره مینه لرونکی دی انګریزانو چی ددی خلکو له جزباتو کومه ویره درلوده دهغه دسړه ولو لپاره دمراعات یافته امتیازی مقتدر طبقو په ذریعه دلته اباد مسلمانانو او سیندانو ترمنځ مذهبی اختلافات به تل دپاره وو اپریل ۱۹۴۷ کښی دمقامی انتظامیه په سرپرستی دمسلم لیګ کسانو په ابادی برید وکړو او دهغو کورونه او دوکانونه یی وسیزل چی په نتیجه کښی د روزمره ضروریاتو سخت قلت پیداشو او په دی سیمه کښی دقبایلو تر دوروګلوی ختمولو لپاره ځینو سردارانو او ملکانو په ذریعه داسی سازشونه وکړل چی دمختلفو قبایلو او کورنیو ترمنځ بدی او دشمنی پیداکړی او دی کار ته اوس دپاکستان حکمرانانو هم دوام ورکړی دی
اباسین سیند په دی علاقه کښی بهیږی ، ډیره اسماعیل خان د اباسین په غاړه اباد دی مګر دځایی خلک داباسین له اوبو څخه محروم دی ۱۹۷۲ کښی داباسین له اوبو یونهر را وایستل شو مګر هغه نهر دی ټولی سیمی ته داوبه ورکولو لپاره کافی نه دی او د ګومل سیند چی هغه په دی علاقه کښی بهیږی هغه دابپاشی لویه زریعه ده او اوس دګومل سیند دتړلو لپاره په ډیم کار روان دی او شیخ ملی روډ باندی په بارانی اوبو چی کومی مځکی اوبیږی دی ته مقامی خلک ملی وایی او په زیندی اوبو یعنی داباسین په طوفانی اوبو چی کومی مځکی اوبه کیږی هغه ته داخلک چیک وایی دی سیمه کښی غنم ، جوار ، اوبشی ، خورما ، خټکی ، په ښه مقدار کیږی چودوان دلته یو کلی دی هغو کښي دامتل دی چی دلته ښه تورزن زیږی یا ښه خټکی ددی سیمه آم ډیره خواږه او مشهور دی رنجیت سینګ به په خصوصی فرمایش لاهور ته دخوندور امونه غوښتو
دسلیمان غره په لمن کښی تیل دمځکی پرسر بهیږی او په غیر معیاری انداز مقامی خلک استفاده ورڅخه کوی البته دلته کښي بهترینه کویله او دمختلفو ونو ځنګلونه شته