سرليک: پښتونخوا (ډیره اسماعیل خان ) ۲
نېټه: 04.07.2009 10:44
بهلول لودهې چې په هندوستان کښې لودې کورنې لومړی بادشاه وو مورنۍ ځای یی هم پدی سیمه کښی بلوټ نامی کلی دی او هم داشان دهندوستان ېوبل نامتو بادشاه شیرشاه سوری هم ددی سیمی دی اوهم دشیرشاه سوری زوکړه په ۱۴۸۹ کښی دلته په کوهی نامی کلی کښی شوی ده
داوخت دده پلار حسن د هندوستان په حصار نامی ځای کښی له خپل پلار ابراهېم سوری سره وو چی د سکندر لودهی ملازم وو ځینی تاریخی کتابونو کښی دشیرشاه سوری دزوکړی ځای روهړی لېک دی پدی نامه هم دلته ېوکلی اوس هم موجود دې
۱۵۰۴ کښی ظهېرالدېن بابر لومړې ځل داسېمه په مغلېه سلطنت کښی شامله کړه اوبیا له دی ځای دسلیمان غره په لمن کښی دکې ؛لورالاېې؛ په لور روان شو
دظهېرالدین بابر له مرګه وروسته داکبربادشاه په وخت کښی ېو بلوڅ سردار اسماعېل خان ددی ښار بنیاد کښیښود او په خپل نامه یی داځای مسمی کړو دا سردار اسماعیل دشیرشاه سوری په نوکرانو کښی وو او وادکل یی په جاګیر کښی ورکړی وو ځکه دی سردار دخپل حکمران همایون دنیولو لپاره دشیرشاه یوسالار خواص خان سره ترسنده پوری تګ او ملګرتیا کړی وه وروسته دا ښار داباسین سیند په طوفانی څپه کښی ټول وبهیدواو نوم ونشان یی پاته نشو
داموجوده ښار یو سدوزی نواب په بل ځای خوپخوانی نامه بیا جوړ کړو او تراوسه ددی ښار نوابی هم ددی کورنی ده او انګریزانو دښار دحفاظت لپاره داباسین په غاړه بند جوړ کړو ډیره اسماعیل خان دهندوستان او غزنی په لرغونی تجارتی او دعسکری قافلو په لار کښی پروت اباد دی
په دره ګومل او دره دربند باندی تګ راتګ کونکی هره قافله به په دی ښار تیریده ځکه دی ښار خاص تجارتی او فوجی اهمېت درلود په ۱۷۲۵ کښی دکندهار حکمران شاه اشرف داسیمه په خپل سلطنت کښی شامله کړه ۱۷۳۹ کښی نادرشاه افشار په هندوستان دحملی لپاره دلته راغلو او ددی ځای له حکمران څخه یی یو کروړ باج واخست او په مخ لاړو
کله چې پښتون افغان اولس داحمدشاه ابدالې په مشرې کښی دخپل ازاد او خودمختیار سلطنت بنیاد کښیښود دا سیمه هم په احمدشاهی سلطنت کښی بی له جنګه شامله کړل شوه
اودسېکانو تر راتګه دا سېمه دافغانستان برخه وه ۱۷۹۵ کښي افغان حکمران شاه زمان مخالف ورور دشهزاده همایون په نیولو باندی داسیمه محمدخان سدوزی ته په جاګیر کښی ورکړه چی هغه ډیر ژر دا سیمه پخپل لاس کښی واخسته او امن یی جوړ کړو اوپه مختلفو ځایونو کښی یی چوکی جوړی کړی
او دګنډه پور اولس یی تابعداری ته مجبوره کړو هغه وخت غلام محمد دکلاچې دمحمدخان وسرداری تسلمولو ته نه وو تیار ؛؛معصوم هوتک په خپل کتاب سل پګړی ېو پړونی ۴۹س کښی دلته دخان خانان عبدالرحیم هوتک دشازمان لخوا د حکمرانی ذکر کړی دی؛؛
نواب محمدخان سدوزی دسکهانو تابعداری منلو ته کله هم نه وو تیار سیک سردار رنجیت سنګ به کله کله دده په علاقو حمله وکړه او لوټ مار یی وکړو یو ځل رنجیت سینګ ؛ چی دپنجاب دانشوران یی خپل ملی اتل ګڼی نوځکه یی زه بابای پنجاب لېکم؛ سردارمحمدخان ته خپل دمالیاتو وکیل ورولیږلو چی سردار محمدخان څخه باج واخلی سردار ورته انکار وکړو او دومره په غصه شو چی بلډپریشر یی لوړ شو او په حق ورسید
دنواب محمدخان نارینه اولادونه وو دده له مرګه وروسته دسرداری په منصب دده په واریثانو کښی اختلاف پیداشو دنواب خان ورور خدایار ځان حقدار ګڼلو او ځینو مشرانودسردار محمدخان زوم حافظ احمدخان ددی منصب لپاره لایق ګڼلو او په پای کښی مشرانو دجرګو او بحث په نتیجه کښی دحافظ احمدخان زوی شیرمحمدخان سدوزی دسردادری په منصب وټاکلو
دسردار شیرمحمدخان په وخت کښی ددی سیمی سیاسی حالت ډیر کړکیچن وو بلوڅان دمحمدخان جسکانی په مشری کښی بغاوت وکړو چی په ډیره موده په سختی سره وټکول شو او بلی خوا ته بابای پنجاب سردار رنجت سینګ دپښتونخوا ددی سیمی دنیولو لپاره سترګی توری کړی وی او په محمود کوټ باندی یی حمله وکړه او له بلی خوا درابن حکمران عبدالصمد یادوزی بغاوت وکړو داهغه وخت وو چی په افغانستان کښی وروڼه په اقتدار دقبضی لپاره په جنګ سره اخته وو شاه محمود چی په کابل کښی په تخت ناست وو سردار شیرمحمدخان دسرداری توثیق یی کړی وو او دشاه نواز خان خطاب یی ورڅخه اخستی وو ۱۸۱۸ کښی سیکانو ملتان لاندی کړو او له ملتان څخه دسدوزی کورنی ټول کسان دپناه لپاره سردارشیرمحمدخان ته راغلو ۱۸۲۱ کښی سیک سردار بابای پنجاب رنجیت سینګ دخپل کړک سینګ په مشری کښی یوجرار لښکر په ډیره اسماعیل خان د قبضی لپاره راولیږلو مګر کهړک سنګ په خپل مقصد کښی کامیابه نشو او یو کال وروسته ۸۲۲ کښی بابای پنجاب سرداررنجیت سینګ پښتانه په خپل منځ کښی په اقتدار سره اخته کړو او حافظ احمدخان یی دډیره اسماعیل خان باجګزار حکمران مقرر کړو دبلوڅانو سردار هم دسیکانو ملګرتیا شروع کړه مګر پښتنو په بکهر کښی بلوڅانو ته په جنګ کښی ماتی ورکړه او هغه سیند ته په تیښته مجبوره شول او سیکانو په ډیر چم او مکر اخرکار ډیره اسماعیل خان یعنی د پښتونخوا داسیمه قبضه کړه او له افغانستان څخه یی داسی بیله کړه چی تر اوسه بیله ده
وروسته انګریزانو دسیکانوټولی علاقی قبضه کړی او دبرټش ایسټ انډیا کمپنی په مقبوضاتو کښی داشامله شوه داشان ډیره اسماعیل خان هم دبرطانوی په مقبوضاتو کښی شامله کړل شوه او انګریزان تردی له مخه هم دلته راغلی وو ۱۸۰۹ کښی کله چی دافغانستان له حکمران شاه شجاع سره دلیدو او خبرواترو لپاره برطانوی سفارتی هییت دالفسټن په مشری کښی پیښور ته تلو نو هغه لومړی دلته راغلو داسفارتی هییت په ښکاره سفارتی وو ملګر په اصل کښی دی هییت دجاسوسی کار هم په غاړه درلود داهییت ستون نشو او په میاشتو دلته تم شو او دټولی سیمی حال یی ځان ته معلوم کړو حتی ددی هییت دوه کسان کوه سلیمان ته هم ولاړو انګریزانو په راتلونکی وخت کښی دافغانستان دقبضه کولو اراده وه او په خپل مقصد کښی دکامیابی لپاره دخپلو مروجه سازشونو تحت دی هییت له ځینو کسانو سره اړیکی جوړی کړی چی صبا یی په خپل مقصد کښی پکار راولی او چی کله داهییت له ډیره اسماعیل خان نه روان شو دغه شپه پنیاله ته ورسید او په پنیاله کښی یی قافله لوټ کړل شوه مګر دی هییت دلته هم دخپلو استعماری منصوبو لپاره له ځینو کسانو سره خپل دوستانه تعلقات جوړ کړو چی وروسته دا تعلقات انګریزانو ته په خاص موقع ډیر ښه پکار ورغلو او هم دسیک شاهی په عهد سلطنت کښی انګریزانو له سیکانو سره ملګری وو او په ډیره اسماعیل خان کښی جنرل وین کورین د برطانوی کمپنی له خوا ریزیډنټ وو هغه په خپله نګرانی کښی ددی ریاست ټوله مځکه پیمایش ۱۸۴۸ کښی مکمل کړو دسیکانو او انګریزانو حکمرانی ددی ځای خلګو کله هم نه وه منله او دخپلی ازادی لپاره یی ډیره کلک جنګونه ترپایه جاری وساتلو حالانکه په ۱۸س کښی په کابل کښي دافغانستان ناست انګریز ګوډاګی حکمران امیر یعقوب خان دګندمک په توره لوظ نامه کښی دا سیمه انګریزانو ته وسپارله مګر ددی ځای اولس دا لوظنامه دنه منلو اعلان وکړو او دویم افغان انګریز جنګ په دوران کښی ددی سیمی خلګو په ۱۵ جنوری ۱۸۷۹ کښی دانګریزانو په هغه فوځی کیمپ حمله وکړه چی په ټانګ کښی لګول شوی وو په دی جنګ کښی ۶۵۳ دانګریزانو افسران او سپاهیان قتل شو او ټانک انګریزانو خالی کړو او بیرته ډیره اسماعیل خان ته رالو دلته هم په ویره کښی ډوب انګریزانو باندی حمله وشوه مګر دځینو خانانو او مقامی مقتدر ملکانو سردارانو په سازش انګریز بچ شو البته دهغو کیمپ په اور وسوزول شو او الفسټن په مشری کښی راغلی هییت دجاسوسی کوم تخمونه دلته کرلی وو هغه فصل پدی موقع انګریزانو ته پکار ورغلو
کتاب : پښتونخوا .... لیکوال عبدالعلی غورغشتی
لیکنه او ترتیب .....حلیم شملزی