اندېش شمس القمر


شعر مې د جاج د لرو بره اووت
چې ستا د ذکر د هنره اووت
نه مې نظر نه مې قدم ګرم دى
ځکه چې ژوند د رو ګودره اووت
د محبت کسب مې زړه ته پرېوت
چې مې هر ښکلى د نظره اووت
زه غم سره او که غم ماسره ؤ
چې راسره سم د سحره اووت
داسې سوکړه دې انتظار راوسته
د وفا تخم لاړ د کره اووت
چې خپله ډله يې پکښې نه پېژنده
هوښيار هغه ؤ چې د سنګره اووت
هر يو مظلوم سره حساب اوشو
هر يو ظالم ترېنه د سره اووت
د وطن ياد ورته زين کړى اس شۀ
ولې هله چې د سفره اووت
ستا د ښائست زما د مينې قيصه
د نظر غشى ؤ د ځيګره اووت
ماته يې اور د جفا داسې دېن کړو
چې دا عادت مې د دلبره اووت
سحر وختى لاړ په اخبار پسې
د خپله حاله نا خبره اووت
چې په کوم لور يې مخه وکړه لاړو
خو پېښور د پېښوره اووت
د خيال هوا دې هم پخلا کړو مئين
مرورتوب د مروره اووت
استاذ به بيا چرته ممبر ته راشى
د ممبرۍ شۀ د ممبره اووت
بېرته خپل کورته هم اونه رسېدۀ
د ظلم زور د سکندره اووت
ژبه دې ډېر ښکلې غوڅه کوى
خو هغه سوى دې د خنجره اووت