اخر ددې ملک به څۀ کيږي ؟

                                             مصویرقریشي                
  تېره ورځ يو ځل بيا د باجوړ ايجنسۍ په ډمه ډوله علاقه د امريکې الوتکو بمباري وکړه په دغه بمبارۍ کښې د شلو نه زيات کسان مړۀ او ګڼ تعداد کښې ژوبل شوي دي د اطلاعاتو  ترمخه په ډمه ډوله کښې امريکائي الوتکو چې تعداد ئې دوه ښودلی کيږى بغير د پائلټه په يو کور او يو جومات ګائيډ توغندي وداغل چې په نتيجه کښې ئې د کور زنانه او ماشومان ټول مړۀ شوي دي خو ولې د مقامى قبائيلو  وينا ده چې دا حمله جنګي الوتکو کړې ده او په بمبارۍ کښې ټول په ټوله مقامي خلق مړۀ دي .
ددې پيښې د سرحد حکومت  په سختۍ سره غندنه کړې ده او وئيلى ئې دى چې چا ته به هم مونږ اجازت ورنۀ کړو چې زمونږ په خاوره بمباري وکړي 
ددې پيښې نه وړاندې هم په ٢٠٠٦ کښې امريکائى الوتکو په ډمه ډوله دوه ځل حملې کړي دي او وفاقي حکومت پرې پردې اچولې دي د ډمه ډوله په دويم ځل بمبارۍ کښې کومه چې په يوه مدرسه شوې وه په هغې کښې تقريباً ٨٣ ماشومان او ځوانان طالب علمان وژل شوي وو په هغه وخت کښې هم امريکائي ترجمان  دا وئيلى وو  چې مونږ په غير ملکى ترهګرو حمله کړې ده او په دغه پيښه کښې زياتره غير ملکي ترهګر په نخښه شوي دي او وفاقي حکومت هم د امريکې په بيان خپله تبصره هم دهغوي  په ژبه کښې کړې وه په دغه پيښه کښې چې کوم تنان مړۀ شوي وو د هغې د جنازې په وخت په درځنونو قبائيلى خلقو ټوپکې په لاس د انتقام اخستو په نيت د خودکش حملو اعلانونه کړي وو او وئيلى ئې وو چې مونږ به خودکش حملې کوؤ.او بيا د باجوړ د بمبارۍ په ردعمل کښې به درګۍ فوځي چاوڼۍ کښې او د ملک په مختلفو ځايونو کښې ځان مرګي بريدونه پيل شول او داسې بدامني  په ملک کښې شروع شوه چې بيا ئې چا مخنيوی نۀ شو کولی، د ملک ټول نظام مفلوج شو او چا ته هم د سر تحفظ نۀ ؤ.
          د باجوړ د ډمه ډوله پيښه په داسې وخت کښې شوې وه چې په هغه وخت کښې هم د طالبانو او حکومت  ترمنځ مذاکرات شروع وو خو ولې ددغې پيښې په بنياد هر څۀ تالا ترغه شول.
دا اوس چې کومه بمباري يو ځل بيا په ډمه ډوله وشوه نو دا هم په داسې وخت کښې وشوه چې د مقامى طالبانو او دحکومت  ترمنځ تقريباً ټولې خبرې اترې شوي دي او دواړه فريقه په ډير څۀ متفق شوي دي ددې پيښې نه تقريباً شپږ اتۀ ګينټې وړاندې هم په دغه ورځ د حکومت او مقامي طالبانو ترمنځ مذاکرات وشول او حکومت  د مقامى طالبانو ٣٢ کسان پريښودل اومقامي طالبانو سرکاري  ١٢ کسان کوم چې دوى اغوا کړى وو پريښودل خو ولې د امريکې دا خوښه نۀ ده چې د مقامى طالبانو او د حکومت  ترمنځ روغه جوړه وشي  او په ملک کښې او خصوصاً په قبائيلى سيمو او سرحد کښې امن راشي .
        ا مريکا غواړي چې پاکستان کښې اړې ګړې وي او دلته بدامني وي ځکه خو دا رنګ ناوړه پيښې کوي ـــ
په ٢٠٠٦ء کښې چې په ډمه ډوله کومه بمبارى شوې وه د هغې نه اول د پاکستان حکومت بې خبري ښکاره کړې وه چې مونږ نۀ يو خبر خو ولې هر کله چې امريکائى ترجمان دا سپيناوی وکړو چې دا پيښه مونږ يعنې امريکائى فوځ کړې ده نو بيا د پاکستان حکومت ووئيل چې دا حمله پاکستاني فوځيانو کړې ده ځکه چې دغلته غير ملکى ترهګر پټ  وو اوبيا ټولې دنيا وليدل چې نۀ خو دغلته په دغه مدرسه کښې ترهګر پټ وو او نۀ غير ملکي بلکې په دغه مدرسه کښې ټول په ټوله د ملک د مختلفو علاقو پښتانۀ هلکان او ماشومان وو کومو چې هلته ديني زده کړې کولې.
  پته نشته چې ددې حملې ذمه واري به څوک قبلوي. خو لکه څۀ رنګ به چې هغه  وخت د امريکې حملې خلاف د ملک اکثريت راپاڅيدو او په احتجاج کولو مجبور شول يقيناً چې دا رنګ بيا د ملک عوام راپاڅي او د امريکې او وفاقى حکومت خلاف په سخت احتجاج کولو مجبوره شي.
ددې پيښې نه پس يو ځل بيا انديښنه ده چې په ملک کښې د ترهګرۍ لوبه بيا تازه شي او حالات يو ځل بيا د ٢٠٠٦ په شان شى الله پاک دې وکړي چې ملک کښې حالات بيا خراب نۀ شي خو داسې بريښي چې کله هم ملک کښې حالات پرې امن شي نو امريکا ملک کښې ترهګري شروع کړې د امريکې د اوسنۍ پيښې چې څومره هم غندنه وشي کمه به وي  او دا د ملک د سلامتيا  او خود مختارۍ لپاره ډيره خطرناکه ثابتيدی شي. د امريکائى الوتکو د ملک په سرحدونو بيا بيابمبارۍ سره د عام  اولس په ذهنونو کښې مختلف سوالونه پيدا شوي دي ځکه چې ددې نه وړاندې څو څو ځله امريکائى الوتکو په سرحدي سېمو بمبارۍ کړي دي  خو ولې د حکومت له اړخه  هيڅ رد عمل نۀ دی څرګند شوی او نۀ د اوسنى حکومت نه څوک دا طمع لري.
زمونږ ملک نه د امريکې يو غلام جوړ کړی شوی دی، او زمونږ حکمرانان خپل اقا چرې هم نۀ شي خفه کولی خو ولې  د حکمرانانو د غلطو رويو او غلطو پاليسيو  اود خپل مفاداتو له خاطره چپ پاتې کيدل به دې ملک ته ډيرنقصان ورسوي  او مستقبل به ئې تباه برباد کړي.
سوال دا دی چې اخر ددې ملک نه به څۀ جوړيږي.د يو ايټمى اسلامي ملک باوجود زمونږ حکمرانان د غفلت په خوب اودۀ دي او ددې ملک د عام اولس تحفظ نۀ شي کولی، او نۀ دخپلو سرحدونو تحفظ کولی شي، ايا مونږ  به دې ملک ته يو ايټمى ملک ووئيلی شو؟ ايا دا کوم ايټم بم چې مونږ  سره دی مونږ دا د بهر دښمن نه بچ کولی شي؟ ايا هره ورځ چې د نوؤ توغنديو تجربې مونږ کوؤ دا مونږ لپاره فائده مند دي؟
ولې د قام په اربونو روپۍ د دفاع  په نوم ايښودلی کيږي؟ هر کله چې يو ملک دخپلو سرحدونو حفاظت نۀ شى کولی نو بيا د نوؤ نوؤ توغنديو تجربې ولې کوي؟ کۀ په مجموعى توګه د ملک حالات وکتلی شى نو دا وخت ملک د سختو  بحرانونو سره مخ دی يو طرف ته مونږ د خپلو کورنيو حالاتو نه مجبوره يو ددې حل زمونږ حکمرانانو سره نشته نو بل طرف ته د بهرني دښمن مقابله نۀ شو کولی نو په داسې حال کښې به مونږ څۀ کوؤ او ددې ملک به څۀ جوړيږي؟
دا وخت د ملک حالات د افغانستان د حالاتو نه بدتر دى يو طرفته کۀ زمونږ ايجنسۍ ناکامۍ سره مخ دي نو بل طرف ته حکومت د ججانو په مسئله نښتی دی او د ملک او اولس ورسره هيڅ فکر نشته. بايد حکومت ددې پيښې په سختۍ سره غندنه وکړي او امريکې ته دا واضحه کړي چې پاکستان يو خودمختاره ملک دی او دا د امريکې رياست نۀ دی چې هر کله ئې خوښه شي نو ددې ملک په سرحدونودې راځي، بمباري دې کوي او بې ګناه وګړى دې وژني .