پښتو ډرامه يو سرسري جاج
                                                    امجد شهزاد


      شيکسپئير وايي چې دا نړۍ يو سټېج دی، هر يو انسان راځي، خپل رول لوبوي او ځي. په دې کشاله کښې نه پرېوځو چې نړۍ واقعي سټېج دی او خلک د وړاندې نه د يو ليکل شوي (سکرپټ) مطابق خپل رول ولوبوي او لاړ شى؛ خو که وګورو نو د کله نه چې انسان ټولنيز ژوند ته راغلی دی او د ټولنې د ضرورتونو دپاره څه قوانين، څه ضابطې او رسم رواجونه جوړ شوي دي؛ نو په ډېرو حوالو انسان واقعي اداکار دی، لګيا دی اداکاري کوي او يو ټولنيز ژوند په وړاندې بيايي .
دلته مونږ خبره په ډرامه کوو؛ نو ښه به دا وي چې اول د ډرامې په تاريخ يو ځغلند نظر واچوو. وايي چې د ډرامې باقاعده پېل د يونان نه شوی دی، حالانکې ددې نه وړاندې هم په انساني ژوند کښې ځنې رسمونه، رواجونه داسې وو چې ډرامايي بڼه يې درلوده؛ خو مونږ د ډرامې د باقاعده څېرې او هنر خبره کوو. په يونان کښې باقاعده نندار ځايونه (Theaters) وو، د هغه دور په ډرامه ليکونکو کښې اشيلوس، ارستو فانس، سوفوکليز، سکايى ليس وغېره مشهور وو. وئيل کيږي چې په ايتهنز کښې به د ښو ډرامو مقابلې هم کېدلې، اشيلوس نوي (٩٠) ډرامې ليکلې وې چې ١٣ ډرامو پکښې وړومبۍ اعزاز ګټلی ؤ، دغه وخت به يې وړومبۍ اعزاز ګټونکي ته د سرو زرو يا سپينو زرو تاج په سراوو.
ځينې څېړونکي د وړومبۍ ډرامې ليکونکي سکايى ليس يادوي چې دده ډرامه اسپلنټ يا سپلي اينټ دوه نيم زره کاله پخوا د ايتهنز په ښار کښې سټېج شوه، ډرامه چې تر دغه ځائی او تردغه معياره رارسېده؛ نو په سوونو کاله به يې سفر کړی وي؛ خو دغه ډرامه مونږ وووړومبۍ معياري ډرامه ګڼلی شو.
ځينې روايات دا هم ښايي چې د ډرامې هنر د مغرب نه وړاندې په مشرق کښې مخ په وړاندې تلی دی . وئيل کيږي چې په زوړ مصر کښې د يوې ډرامې اثار موندل شوي دي چې سرليک يې  " ايپى ډوس" ؤ او د يو لوئي امير "اوس رس" د مرګ په تلين کښې ښودلې شوې وه. ددې ډرامې زمانه دوه يا درې زره کاله قبل مسيح ښودل کيږي ــــ.
    وروستو په اروپا کښې د انګلستان شيکسپئر او د فرانس راسين دغه هنر نور هم مخ په وړاندې بوتللو.
په هندوستان کښې دا هنر ټوقيانو او نقلچيانو وروزو او د پرمختګ لارې يې ورته برابرې کړې. تر دې چې د کاليداس غوندې ډرامه ليکونکی پيدا شو چې په سنسکرت کښې يې د "شکنتلا" په رنګ شاهکار تخليق کړو چې د نړې په هره لويه ژبه کښې يې ترجمه وشوه. د سنسکرت نور ښه ډرامه ليکونکي اشوکهوس، بهاس، سومل، شودرک، هرش، بهوبهوتي او وشواکهادت دي ــ
   وئيل کيږي چې د ډرامې د هنر په هکله د نړۍ د ټولو نه وړومبی کتاب " بهرت مني" د (( ناتيه شاستر)) په نوم ليکلی دی. په دې حواله دا وړومبی ضخيم او مستند کتاب ګڼلی شي؛ خو د ارسطو کتاب Poetics هم د يادونې وړ دی چې په ډرامايى شاعرۍ، تراژيدي او کاميډي باندې ګټور بحثونه لري . ( د ډرامې تاريخ او فن – شهسوار سنګروال)
زمونږ په هېواد کښې دا هنر د اريايانو د مېلو ټېلو او ځنې نورو رسمونو رواجونو راهيسې راروان دی چې دغه مېلو، ځنې مخصوصو ګډاګانو او د نورو رسمونو بعضې اړخونو ډرامايي شکل درلوده.د ماشومانو په لوبو کښې هم مونږ ځنې ډرامايى نندارې ليدی شو او دا وئيلی شو چې د هنر دغه شکل په زرګونو کاله زوړ دی  او په مختلفو شکلونو کښې تر دې دمه جارى دى.
    د پوهاند حبيبى په قول چې د پخوا زمانو راهيسې په خراسان کښې د تمثيل غوندې راز راز پېښې او لوبې وې چې په شاهي دربار او د خلکو په بنډارونو او محفلونو کښې د ساعت تېرۍ تفريح او عبرت يا خندا دپاره ښودل کېدې، په ښارونو کښې ټاکلې ډلې، خلک او اداکاران ددغه کار دپاره وو او دوى به په اخترونو، ښاديو، مېلمستياوو او مېلو کښې ډول ډول د تمثيل صحنې جوړولې. (پوهاند عبدالحى حبيبى – هنر مجله څلورمه ګڼه کال ١٣٦٠- مخ ٤-٥)
    پوهاند حبيبى دا هم وايى چې په کابل کښې به دربار هم يو "مجلس ارا" درلود. دې سړى به ځينې د عيارانو او پخوانو پهلوانانو داستانونه، يواځې يا په ډله ايزه توګه تمثيل کول او کله به يې د شاهنامې داستانونه په حماسى لهجه او حرکاتو سره ښودل، په دغو کښې ١٩١٠ خواوشا د کابل فقيراحمد د ملا محمد حسن زوي د امير د دربار مجلس ارا ؤ.
    حبيبى صېب وړاندې ليکي چې د کابل په زاړه ښار کښې يوه محله وه چې "کوچه سادوها" يې بلله او دلته به دغسې قيصه ګويان اوسېدل چې خلکو "جنګ نامه خوانان" هم بلل، له دغې ډلې څخه په شلم قرن کښې ملا على جان په "ملا يې سپېد"مشهور ؤ چې پخپلو خبرو يې خلک ژړول يا به يې خندول ( مړ کابل ١٩٣٤) دده زوي ملا سخى او نمسے اسدالله تر اوسه دغه پېشه ساتي . کاکه ګل بچه ادم، دينو دارباز، محي الدين سراج، سردار غياث هم د کابل ممثلان وو. ( پوهاند عبدالحى حبيبى – شلمه صدۍ کښې د افغانستان هنر – مخ ١١-١٢)
   د شلمې پېړۍ په وړومبۍ نيمايى کښې د کندهار دوه اداکارې ډلې ډېر مشهورې وې چې خلکو به ورته ناټکان (کاميډين) وئيل، دغه ډليو به د فراموز ناټکي او حاجى کريم ناټکي په مشرۍ کښې د شپې په بازارونو کښې خپلې نندارې ښودلې. سنګر او موسى يې ښه اداکاران وو (پوهاند حبيبى – ايضاً)
    په کال ١٩٢٢ کښې يوه ليکل شوې ډرامه چې د ځينو ډاراماتيک اصولو خيال پکښې ساتل شوی ؤ، اول د جلال اباد د کوکب په باغ کښې او بيا دلغمان په "کلا سراج" بڼ کښې وښودل شوه. ددغه دور نه يوه لسيزه وروستو په لره او بره پښتونخوا کښې يو شان مشهور رحيم الدين (رامو) ټوقمار ؤ چې اکثر به يې په مجلس کښې "فى البديه" نقلونه او اداکاري کوله چې ناست کسان به ورته د خندا نه شنه وو.
دغسې حضرت باز استاد هم په لره او بره پښتونخوا کښې د يو ټوقمار او سندرغاړى په حېث مشهور ؤ. د سوات رياست په درباري ټوقمارانو(اداکارانو) کښې شرف ګل ځانګړی شهرت او مقام درلوده.
    د تېرې پېړۍ په وړومبۍ نيمايي کښې په هندي ژبو کښې ځنې اداکاران او ليکوالان دې مېدان ته راووتل چې پښتو ته هم په دغه حواله د سنجيده کوششونو لار هواره شوه، په دغه ورځو کښې ددې ځائی د هندي او پښتو په مشهور ليکوالانو او اداکارانو کښې پرتهوي راج، قمر سرحدى، ماسټر عبدالکريم، عبدالرحمان، حيات خان،عبدالاکبر خان، عبدالخالق خليق، قاضى رحيم الله خان، اميرنواز خان جليا وغېره د يادونې وړ دي ـــ.
   د پښتو وړومبۍ باقاعده ډرامه د ښاغلي عبدالاکبرخان "تعليم جديد، تهذيب جديد" وه چې په ١٩٢٧ کښې ليکل شوې وه او د اتمانزو په سکول کښې سټېج شوې وه.
دغه شان د پښتو ادبياتو د نورو صنفونو په شان چې د باچاخان بابا(رح) تنظيم انجمن اصلاح الافاغنه او خدايي خدمتګار ورته يو نوی خوند رنګ او مقصديت ورکړو،د پښتو ډرامې د باقاعده پېل او د هغې د ترقۍ او پرمختګ دا اعزاز هم باچاخان ته ځي چې د هغه تحريک د پښتو ډرامې ستر ستر ليکوالان وزېږول او پښتو ډرامې يو باقاعده شکل بياموند. د باچاخان بابا(رح) د اثر لاندې غازي امان الله خان هم دې پله پاملرنه وکړه او د پښتو هنرونو د پرمختګ دپاره يې اقدامات وکړل په دې وروستو خبره کوو.
په کال ١٩٢٨ کښې د قاضى رحيم الله خان ډرامه نوى روشنى يا نوې رڼا چې وروستو بيا غازى امان الله خان کابل ته هم وغوښتله، وليکل شوه.دغه رنګ د امير نواز خان جليا "درد" چې کارکوونکو او اداکارانو ته، چې اکثر پکښې واړه هلکان وو، پېرنګيانو په دې وجه سخته سزا ورکړه چې دا د پېرنګيانو د حکومت په خلاف جوړه شوې ده.
١٩٣٠  کښې نورې ښې ډرامې وليکلې شوې او سټېج شوې، لکه د عبدالاکبر خان "شهيده سکينه، جونګړه" او د عبدالخالق خليق "خدايى خدمتګار" وغېره. د "وينو جام" هغه وړومبۍ ډرامه وه چې د ډرامې په ټولو اصولو برابر يوه معياري ډرامه وه چې د اسلم خټک له خوا ليکل شوې وه او دا ډرامه په وړومبنو ريډيو ډرامو کښې شمېرلی شي؛ خو په دې حواله ښاغلی  ظفر کاکاخېل وايى چې "دغه ډرامه اصل کښې ما ليکلې وه چې "دکليو ښائست" نومېده چې د تاکال د نواب على خان په دېره کښې سټېج شوه، ووروستو دغه ډرامه ريډيو وغوښته او په وړومبۍ مې ١٩٣٥ کښې براډکاسټ شوه. او بيا چې اسلم خټک د انګلستان نه راغی او براډکاسټنګ افسر شو؛ نو زما هغه ډرامه چې ريډيو کښې پرته وه، هغه يې عبدالکريم مظلوم ته ورکړه، هغه پکښې څه ابتدايى تبديلۍ وکړې او ده "د وينو جام"د عنوان لاندې پخپل نوم وړاندې کړه".
(د ظفر کاکاخېل مرکه، د سپېدې دوه مياشتنۍ مجله- څلورمه ګڼه- کال ١٣٦٩- مخ ٥١-٥٢)
   په افغانستان کښې په ١٢٩٩ هـ ش کښې غازي امان الله خان دې اړخ ته پوره پوره پاملرنه وکړه او پېل يې د ځينو وړو وړو تمثيلي ټوټو نه واخست چې د ښوونې او روزنې دپاره به د ښوونځيو او پوهنې شاګردانو ته ښودل کېدې. په دغه لړ کښې به ځنې ډرامې د لرې پښتونخوا نه هم هلته غوښتل کېدې.
امان الله خان د باچاخان په وېنا پښتو ژبې ته خصوصى پاملرنه وکړه، په دغه لړ کښې يې د ارګ په شمالى برج کښې د پښتو ژبې د ودې دپاره يو مرکزي دفتر پرانيستو چې د پښتو دپاره پکښې کار کېدو.
   کال ١٩٣٣ کښې د کندهار ادبي انجمن جوړ شو چې د هېواد مشهور دانشوران، شاعران، اديبان پکښې شامل شو او د ((پښتو)) په نوم مجله يې هم چاپوله، په دغه مجله کښې د شاګردانو دپاره درسونه هم تيارېدل او د شاګردانو د تشويق دپاره تمثيلونه هم خپرېدل. هغه ډرامه چې د محمد اعظم ايازى له خوا ليکل شوې وه، سر ليک يې ؤ "د ازاد افغانستان او سپين ږيرى خبرې" يادولی شو. په دې ډرامه کښې په هغه چا تنقيد شوی ؤ چې پښتون وى او په پښتو ژبه نه پوهېږى.
کال ١٣١٤هـ ش کښې د عبدالحئ حبيبى صېب ډرامه "توريالۍ پښتنه" په طلوع افغان کالګڼه کښې چاپ شوه. د استاد رفيع په قول دا وړومبۍ ښه ډرامه وه. ١٣١٧ کښې د عبدالرحمان پژواک په زړه پورې ډرامه "ليمه داره روپۍ" وليکل شوه، د استاد خادم "سورګل" د استاد عبدالروف بېنوا "زوړ ګنهګار" د استاد محمد اکبر پامير "بندي" او د استاد صديق الله رښتين "پښتنې مېرمنې" يا خو سټېج شوې او يا د رېډېو نه خپرې شوې.
    فلم چې د ډرامې پر مخ تللی شکل دی او د ډرامې په زمره کښې راځي، په افغانستان کښې وړومبی فلم "عشق و دوستى" ١٣٢٥ هـ ش کښې او په پښتونخوا کښې د "خېبر مېل)" په نامه ١٩٣٧ کښې جوړ شول. دلته وروستو، يوسف خان او شېربانو، دره خېبر، علاقه خېبر، عجب خان اپريدی، باز او شهباز، چغه، کوچوان او شهيد په نوم فلمونه جوړ شول او په افغانستان کښې ټيلى ويژنى فلمونه عزت، ناوې، د کونډې زوی، لوټماران، مېړانه او سينمايى فلمونه "ارمان او د کوڅو سرګردان" مشهور او معياري فلمونه وو.
    د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کښې په لره پښتونخوا کښې د ټى وي په راتګ پښتو ډرامه څه مخ په وړاندې لاړه. پښتو فلم هم دلته د ١٩٩٠م پورې څو څو پړاونه ووهل؛ خو په بره پښتونخوا کښې د اړې ګري او ناقلارۍ له وجې په دې کښې څه د ذکر وړ ترقي ونشوه.د بدقسمتۍ نه د شلمې پېړۍ په ورستۍ لسيزه کښې پښتو فلم د پنجابيانو او نورو غېر پښتنو پروډيوسرانو او ډايريکټرانو په لاسو کښې په مکمل توګه ورغی او د پښتو د کلتور سره هغه ناشونې وشوې چې ازاله به يې تر ډېرې زمانې ونه کړی شي . په دغه ناوړه لوبه کښې زمونږ پښتنو اداکارانو هم برخه واخسته؛ خو ښځينه اداکارانې پکښې يا خو هندکو ژبې وې او يا پنجابيانې چې د نوې ټيکنالوجۍ په بنياد دهغوى د کردارونو سره د پښتو ډائيلاګ ډبنګ وکړی شو. دغه غېرو پښتنو ښځو اداکارانو د فحاشۍ او عريانۍ ټول ريکارډونه مات کړل، دوى هاغه منظرونه فلمبند کړل چې په ذکر کولو يې هم سړی شرميږي. دوي د يو سازش لاندې د پښتنو کلتور په منظمه توګه بدنام کړو او په هنري توګه يې دغه هنر په شا بوتلو.
   کوزه پښتونخوا کښې ريډيو او ټيلى ويژن ډرامې ته ډېر نوميالي ليکوالان او ادکاران ورکړل. په دغه ليکوالانو کښې د مثال په توګه امير حمزه شينواری،ګل افضل خان، محمد اعظم اعظم،نور البشر نويد، سعدالله جان برق،پروفېسر افضل رضا، نذر محمد، خالقداد اميد او نور بې شمېره ليکوالان چې دټولو نومونه ليکل ممکن نه دي . په اداکارانو کښې ممتاز علي شاه،اسماعيل شاهد، سيد رحمان شينو، محمد خاميس، قاضى ملا، نوشابه،شازمه حليم اونور بې شمېره د ذکر وړ اداکارن وبخښل.
         د پښتونخوا د ريډيو او ټي وي په ډرامه، ليکوالانو او اداکارانو ځانله پوره کتاب ليکلی کېدی شي خو دلته مونږ د مثال په توګه د ډېرو کمو ښاغليو ذکر وکړو.
په روانه لسيزه کښې چې کله په افغانستان کښې دې پله بيا څه پام وګرځول شو او کار پېل شو؛ نو په لره پښتونخوا کښې د اېم اېم اې حکومت په نشترهال او ځنې نورو ثقافتي ځايونو او هلو ځلو بنديز ولګولو. پښتو ډرامې سي ډيز کښې راوتل شروع شوې؛ خو په ځائی ددې چې ددغه نوې ټيکنالوجۍ نه ګټه اخستی شوې وی او پښتو ډرامې له پکښې وده ورکړی شوې وی،اپوټه د پښتو ډرامې د زوال سبب وګرځېدو.په دغه لړ کښې ځنې نواموزو ډرامه ليکونکى او جوړونکى رامخکښې شو، په دوي کښې خو ځنې داسې هم دى چې په يو وخت ليکونکي هم دي، پروډيوسران هم دي، ډايريکټران هم دي او ايکټران هم دي. په دوي کښې اکثريت د هغه خلکو دی چې ددې هنر سره هېڅ علاقه نه لري، مطلب او مقصد يې صرف او صرف پېسه ګټل دي، يعنې چې فنکاران نه بلکې تاجران دي .دوي په دغه ډرامو کښې د اخلاقو نه پرېوتي منظرونه د غېر معياري موسيقۍ او شاعرۍ سره فحش ګډاګانې فلمبند کړي او د فن او هنر د ترقۍ په ځائی يې اولس د يوې بلې مسئلې سره مخ کړو. د اېم اېم اې حکومت څو څو واره ددغه ناوړه عمل د مخنيوي دپاره تش په نوم اقدامات وکړل؛ خو د دوى دغه اقدامات غېر موثره او د نورو نورو کشالو د راولاړېدو سبب ګرځي . حال دا دی چې د پښتو فن او هنر د لوئی زوال او تباهۍ سره مخ شو؛ خو دوى(اېم اېم اې) نه ددې مخنيوی وکړی شو اونه ازاله ــــ.