غزل      

                    رحمت شاه سايل
که چرته ساه د محبت په لېونو کښې راشي
جانان د بيا د تندرونو په جامو کښې راشي

درته په څه باندې د زړه د ويـــنو دارې وکړم
چې دې سرخي په مړيخجنو اننګو کښې راشي

چينې له راشه په چنار د ســـالو سوری اوکه
چې لږ شان سیره خو د اسمان په کنارو کښې راشي

د شمعې هم په ځان زړه سوزي چې تنها بلېږي
پتنګ خبر کړئ چې محفل ته په لمبو کښې راشي

شپه ده ناڅاپه مې په ســـــــر لکه شعله والوزه
چې د ژوندون شور مې د زړه په درزېدو کښې راشي

سپرلی دې ډکه غېږ د ګلو د زخمــــــونو راوړي
چې پېغلې سره ګلونه اېښي په کمڅو کښې راشي

سايل د دې شپې سره جنګ پدې ارمان کړیدی
چې مې سحر ستا د جمال په پلوشو کښې راشي

٢٧-٩-٢٠٠٥ باچا خان مرکز