غــــــــــزل

راوړه مستي راوړه شباب راوړه
ساقي پـــياله نيمه شراب راوړه

پکار مې نـــۀ دي د ډالرو موران
ماله د خپــل وطـــن ګلاب راوړه

د زړګي سوي لوغــــــړن فصل له
په خپلو سترګو کښې درياب راوړه

د دې پينځۀ وخته وعظونو په ځائی
يوه نعـــــــــــــــــــره د انقلاب راوړه

بس کړه ډېر وشو د وسلې کاروبار
اوس خـــــــو قلم راوړه کتاب راوړه

کاتبه دا ځل کۀ تاريخ دې ليـــــــکو
پکښې زمونږ د وطن بــــــاب راوړه


خېر کۀ د ټول عمر قېدي شــــــمه زۀ
جانـــــــــــــانه زلفې پېچ وتاب راوړه

چې په ړومبي ملاقات کړی   ؤ  ما
اوس خو د هغې سوال جواب راوړه

ملګري کله چې پردېـــــــس ته راځې
يو څو شــــــــــــعرونه د شهاب راوړه