داودفرهته!
    زما په خپلو غوږونو باور نه راځي ، زه ګنګس یم ، تا څوک یادولو ؟ تا ویل کنه د "حُبیب" ځوي دی ،"اُلفت" یې نامه ده ، د پنځه یا شپږو کلنو په عُمر دی ،هغه د ورکوټي سیند سره نزدې لوبې کولې ،دشګو کوټنۍ یې جوړولې د توغوندي پارچه یې رسا په سر لګیدله ـ اُلفت په خپلو لاسونو د شګو په جوړو شویو کوټنو ورولویدو ـ ډېرې لتې یې وټکولې ،یو څوکسان راغلل هغه یې راپورته کړو ،جنازه یې کړو او د کور پله یې یوړو ـ د اُلفت په لمدو شګو ککړو لاسونو اوس د وینو سرې نکریزې لګیدلې وې ـ
فرحت صېب !
   تا دا ونه ویل چې د اُلفت جنازه کله د هغه پېغلې مور ولیده ،نو دهغې کیفیت څه ؤـ آیا هغې هم دنورو میندو په څېر کوڅۍ شوکولې؟ویر یې کولو؟مخ یې وهلو؟  وایه کنه دهغه په زلمي پلار کې د ژړا حوصله وه ؟دهغه په سترګو دوه درې دانې اوښکې پاتې وې چې راتوي یې کړي ؟ کنه ډیرو غمونو نور ددغه فامیل سترګې وچې کړي دي ؟
فرهته ! ستا فون ډېر نیمګړی ؤـ تا یوازې ماته دومره وویل چې د غره له لوري توغوندي راغلل چې هدف یې د " ماڼوګي " بېس ؤ خو دهغه ځایه خطا شو دماشومانو په مینځ کې ولګیدو ـ نور ماشومان ټپیان شو او اُلفت مړ شو ـ خو تا دا ونه ویل چې کله د اُلفت جنازه دهغه له کوره پورته کیده او هدیره ته وړل کیده نو دکلي او چم ګاونډ دخلکو له کومي څه ډول اوازونه راوتل ـ
فرهت صېب !اوس ماته غوږشه ـ کله چې ستافون دې مساپر اوریدو نو دیو ښونځي مخې ته ولاړؤـ دښونځي د رخصتۍ وخت ؤـ ما ډیر ماشومان ولیدل چې د اُلفت په عمر وو ـ هو د پنځوو شپږو کلنو په عمرـ هغوي د ښونځیو څخه په منډومنډو راوتل دهغوي په اوږو بستې پرتې وې او په خُلو ېې مسکاوې ،ما په دغو ماشومانو کې خپل " سباوون " هم ولیدو دهغه کیفیت هم نورو ماشومانو ته ورته ووـ ماته اُلفت رایاد شو،د یو ړوند توغوندي ښکار اُلفت ـ او توغوندې هم داسې چې یو " مجاهد"  د " جهاد"  د بریالیتوب په موخه توغولی ؤـ
زما په ذهن یو انځور غزونې وکړي ،په انځور کې یو ماشوم چې سر یې په سپین کفن تړل شوی دی خو د وینو سوروالې د کفن څخه بهر ښکاري ـ دماشوم خُله اسمان پله ده او شاید هغه په خاموشه ژبه اسمان سره څه خبره یا ګیله کوي ،دهغه شاوخوا ډیرې ښځې او شاید مېندې راټولي دي ـ
فرهت صېب !
ماته فلسطین رایاد شو ـ هلته هم دغه ډول پېښې کیږي ـ نه ریشتیاـــ موږ او فلسطینیانو کې ډېر توپیر دی ـ هلته په ماشومانو اسرایل (کافر)بمباري کوي او بیا فلسطینیان ددغه ډول ماشومانو جنازې لحد ته تر وړولو مخکې د اسرایلو په ترسره شوي ظلم احتجاج کوي او نړۍ خبریږي چې اسرایل کمکیانو باندې هم اسره نه کوي ـ خو کاش  اُلفت فلسطینې نه و، ځکه خو نزدې کلي کې هم چاته مالومه نه شوه چې برکلي کې د یو کور ډیوه د پورې غره څخه راغلي یو توغوندي ووژله ـ
واه شاباس په داسې ټولنه ـ واه شاباس په یوه داسې بې نومه جګړه چې بهرنیان ېې زموږ په خاوره ترسره کوي او موږ ورته په ټېقوټېقو ګورو بس یوازې جنازو ته اوږې ورلاندې کوو او په دې چُرت نه وهو چې دا څه دي ؟ ولې دي؟او ترکومه به وي ؟
زما خوږه !
   اُلفت که څه هم د افغانانو د دریم نسل شهید دی خو دا خبره یاد ساته چې وخت ددغه ډول ټولنو په حالت کله هم رحم نه دی کړې ترڅو ټولنې همت نه وي کړې او خپلو ستونزو لپاره یې خپله فکر نه وي کړې ،تاریخ ګواه دی چې ددغه ډول وطنونو میندو تل د خپلو تي ماشومانو په لاشونو ژړاګانې کړي دي او خپل مخونه یې وهلي دي ،ددغه ډول هیوادونو پېغلو تل د خپلو ورونو سرته په ولاړه کمڅۍ شوکولي دي  ـ
فرهت صېب!  که زما منې یو یوه ټوټه کتبه ولیکه او د معصوم اُلفت په څلي یې ولګوه او پرې ولیکه
" دشهید اُلفت نیکه د کمونسټ له لاسه شهید شوې ؤ او الفت د خپل مجاهد ورور دلاسه په شهادت ورسیدو اناالله وانا الیه راجعون ـ"
                         چې ترڅو د جهالت غېږه کې اوسي
                        خپلې مټې پریکول به ثواب بولي
                         زما قام به خودکُشۍ ته " جهاد"  وایي

          ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تېره ورځ ټول افغان کې مې یو خبر وکتو چې کونړولایت ماڼوګي ولسوالۍ کې یو توغوندي درې ماشومان او زلمې ژوبل کړي دي ـ دخبر لوستو وروسته راته ملګري داود فرهت وویل چې ماشومانو کې یو ماشوم په حق ورسیدوـ او دا ماشوم د حُبېب ځوي اُلفت دی ـ
د حُبېب کورینۍ په ټول کلي کې ځانګړې تاریخي شالید لري ـ د نوموړي پلار صاحب دجهاد په پېل کې شهید شوې وـ هغه وخت خُبېب د ددو میاشتو وـ یکه یو زوي حُبیب چې کله دبلوغت په پاټکي قدم کیښودو نو شل کاله تېر شوي وو او شلو کالو کې خو تورې ویښتان هم رنګ بدلوي ـ څو کاله دمخه نوموړي ته الله تعالی د مور د لپو لپو دوعاګانو وروسته یو ګلالې الفت ورکړو چې تېره ورځ د یو بې رحمه توغوندي ښکار شوـ