سيند او سمندر
          صاحب شاه صابر

د سمندر او د سيندونو دشته


د زمانو دشته ده


له اوبو جوړه د اوبو دشته ده


دا دشته نه شو کيږي،مه شوکوئ


مه کوئ مه بندوئ، مه قيدوئ


سيندونه مه قيدوئ


د تورو غرونو لېوني سيندونه


پرېږدئ چې ځي پخپله مخه درومي


په غرونو اوړي سمندر ته رسي


د سمندر په زړه کښې ځان ځايوي


سيند سمندر شي لافاني سمندر


د سمندره اوبه مه پټوئ


مکوئ مه سيندونه مه بندوئ


سمندر مه قهروئ


که سمندر غصه شي دلته راشي


هر څه به غرق اوبه کړي


ټول به يوه نعره کړي