غـــــــزل
ننګيال يوسفزی
چې ستا يادونو ته مې کله اشارې کړي دي
بيا ټوله ورځې مې خاموشه تبصرې کړي دي
دا غوړمبېدلی اباسين زما د ژوند علامت
دا چا ددې د رانيولــــــــــــــو ارادې کړي دي
زمونږ دستور دی رڼا بله کړه چې خولۀ درکړمه
مونږ د تيــــرو د ورکولو فيصلې کړي دي
کتابه ستـــــا د يارانې نه څنګه منې شمه
ماته دې هره ورځې نوې تذکرې کړي دي
ددغه کار دپاره مــونږ پخپله بس يو کنه
عبث مو خلــــکو د وژلو مرکې کړي دي
زما وطن په کوم سپرلي ګلونه کړي نه دي
خو هر يو ګل مې غرغنډې کړې،لمبې کړي دي
زما غزل زما د فــــــــکر،ترجمــــــــــان ملګری
ما د ژوندون په هر پړاؤ ورسره شپې کړي دي
خلکو د ستورو رڼاګانې رانيوې موټي کښې
مونږ يې د لرې نه ننګياله تمـــاشې کړي دي
ننګیال یوسفزی کراچۍ