سوال جواب
مشتاق مجروح يوسفز ے
نن چې سحر له کوره راووتمه
زمونږ د کلي يو غريب مزدور کار
چرته روان وۀ مزدورۍ له تللو
چرته د موړ سړي دياړۍ له تللو
زۀ چې ئې وليدم نو ودرېدلو
ما وئيل ستړې مشې څنګه حال دے؟
هغه په سپورو وچو وچو شونډو
ډېر په کمزوري شان اواز کښې ووې
ښه ده بس ښه ده ګوزاره ده کېږي
لا خو ژوندے يم راکښې ساه غړېږي
ما وئيل څۀ دې وې خبره وکړه
راته ئې وې تۀ خو به خان وينې؟
ما وې د کوم يو خان خبره کوې؟
هغۀ وې هاغه چې څة ورځې مخکښې
په دې کوڅو کښې ئې ووټونه غوښتل
هم ئې جلسې او جلوسونه ايستل
وې ئې چې ستاسو مسئلې به واړه
زۀ حل کوم، دا اراده لرمه
ما وې تۀ وايه ورته څۀ ووايم
خپله کړمه راته زر ووايه
هغۀ په ډېره عاجزۍ ووئيل
بچې کۀ هغه خان دې وليدلو
نو ورته وايه چې اوړۀ ارزان کړه