امجد شهزاد

         غـــــــــــــــــــزل
د ژوندانۀ د ښايستونو نه خبر شي خلک
چې د احساس په اور کښې وسوځي سرۀ زر شي خلک

چې د شعور نه او د عقل نه منکر شي خلک
ددې دپاسه به نور څۀ په شاړو سر شي خلک

د بل محتاجه د ژوندون په هر ډګر شي خلک
چې بې قلمه،بې کتابه،بې هنـــــــر شي خلک

که ډېر قوي شي،که ډېر لوي لکه دغر شي خلک
خو ستا محفل ته چې دراورسي اوتر شي خلک

خالقه! ستا د نعمــــــتونو به څۀ شمېر کوؤمه
په ټوک ډوډۍ پسې د کوره مساپر شى خلک

جهان د مينې محبت دی  د رنګـــــونو نه ډک
که د نفرت د توره غـــــــــــاره را بهر شي خلک

چې د رازق فسلفه څۀ وايي په دغـــــــــــه حقله
په شته وطن،په شته دوتر
کښې چې نهر شي خلک

ددې نه لاندې بل هېڅ حد د استحصال به نه وي
چې د جانان د تصور نه لاس په ســـــر شي خلک

کله نا کله شــــــــــــونډې بوڅې کړي په نه خبره
کله نـــــــــــا کله هېڅ بې هېڅه مرور شي خلک

لهـــــــــجه بدله کړي امجده سترګې هم بدلې
چې ځائ ته ورسيږي دومره معتبر شي خلک