غــــــــــزل

په کوم ګودر،په کوم سنګر باندې بیا اودریدمه
دچا دیادڅــــــــــــــــلي ته لاس په دوعا اودریدمه

داسې غــــمونه مې پټ خوري چې د ویلو نه دي
په داسې حال شوم چې بیخي وارخطا اودریدمه

ستا د وجود خوشبو دکوم ښکلي نه وغواړمه
په ډک بـــــازارکې فکر یوړم ، تنها اودریدمه

زه خپلو ورونو د ثــــــــــواب په نیت وژلی یمه
ماهم شهید کړو ځان د خدای په رضا اودریدمه

هلته به څوک کوي همزولو ته زمــــــــــا خبرې
ستا د وطن په طرف ګورم اشــــــــنا اودریدمه

چې په یارانو جمود خور شو،په تیارو کې ورک شول
زه د رڼا په لټــــــــــــــــــون لاړم ،جُدا اودریدمه

طاهره! داســــــــې دې چېچلې یم یادونو بېګا
کله به ناســــــــــــــــته ؤم او کله به بیا اودریدمه
                    طاهربونیری

اپریل 22 کال 2003 طارق روډ کراچۍ