د27 دسمبر 2007 زیړ مازیګر و ،دپینډۍ په لیاقت باغ کې د پیپلز ګوند مشرې آغلې بېنظیر بټو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه ـ د وینا وروسته نوموړې دسټېج نه تر کوزیدو لږه شېبه وړاندې یو ځل بیا خپلو مینوالو دخوښۍ او مننې په موخه خپل ښي لاس په پوره زور سره اوچت کړو او بیا یې په دومره زور ښي او کیڼ لور ته وخوزاوه چې په غاړه کې پروت دتازه ګلونو هار هم په خوزښت کې راغی ـ ښکته مېدان کې د پیپلز ګوند پلویانو ته دخپلې مشرې دغه جذباتي ادا دومره زړه پورې وبریښیده چې د خوښۍ څخه په وجد کې راغلل او له خُلو یې "ژوندې دی بټو " مشهورې ناري ووتلې ـ
دې منظر ته په کتو د بېنظیر بټو په تندي د خوښۍ کرښې له ورایه وځلیدې او په دغه جذباتي چاپېرچل کې خپل زغره وال ګاډي ته ورسیده ـ

اخر بېنظیر بټو هم د ذوالفقارعلي بټو لور وه دهغه وینه یې دتن رګ رګ کې ګرځیده ،هغه هم جذباتي شوه دمننې او خوښۍ او خپلو پلویانو ته د ډاډګیرنې په موخه د زغره وال ګاډي په چت د ځانګړې کړکۍ ورپورته شوه ،لاس یې هسک کړو ،ښي او کیڼ لورته یې وخوزاوه او یو ځل بیا دهغې په غاړه کې پروت د تازه ګلونو هار په حرکت کې راغی ـ بینظیر بټو خپل مړوند ته لږ نور زور هم ورکړو ، هغې غوښتل چې ښه شیبه د ګاډي د پورته کړکۍ څخه خپل پلویانو ته شاباسی ووای ،خو اوس ګویا پلان کونکي سره دهغې لپاره نورې شیبې نه وې ـ لومړې د ډزو اوازونه ترغوږونو شول ،ورپسې یو ځانمرګې برید وشو او بیا بل دغه ډول برید ترسره شو ـ
دننه په زغره وال ګاډي کې د مېرمن بټو سره ناست د پیپلز ګوند د یو مشر امین فهیم په وینا بینظیر بټو د پېښې سره سمدلاسه په خپل ځای کیښناسته او بیا لږه شېبه روسته یو لورپله وغورځیده ـ
دپېښې وروسته ګویا واده په ماتم بدل شو ـ ژوندې دی بټو ناره وهونکو ویروه او کمڅۍ شوکول پېل کړل او امنیتي کسانو توده په توده په سرک پرته دمړو وینه ووینځله ـ او له دغه ځایه دیوې بلې کیسې سر شورو شوـ
دمېرمن بټو د وژنې په اړه ډول ډول بیانې خپریدې ،کله مېرمن بټو د ډزو او کله د ځانمرګو بریدونو ښکار بلل کیده ـ د شکونو دلیرې کولو په موخه دهاغه وخت حکومت دپېښې د پلټنې لپاره برتانوي تحقیقاتي ټیم سکاټ لېنډ یارډ ته بلنه ورکړه ـ دغه ټیم نزدې یوه میاشت پلټنې ته دوام ورکړو او په پای کې د میرمن بټو د یو ایکسری د ارزیابۍ پر بنسټ خپله پریکړه اعلان کړه ـ هغوي مېرمن وژنه دهغې په څڼه د یو زخم له امله وښود ـ او دغه زخم یې د مرمۍ نه بلکې دګاډي دکړکۍ دکومې اوسپنې دټکریدو لامل وګنړولو ـ
دسکاټ لینډ یارډ د اعلان سمدست روسته د پیپلز ګوند ویاند فرحت الله بابر دغه هرڅه عبث او بکواس اعلان کړل او زیاته یې کړه چې ددغه ټیم تحقیقات موږ ته د لومړۍ ورځې راهسې د منلو وړ نه و ،ځکه مو سکاټ لینډ یارډ دشورو ورځې راهسې غندلې او دملل متحد څخه مو د پلټنې غوښتنه کړی ده ـ هغه په دې خبره ټینګار کاوه چې که چېرې دمشرف حکومت دغه پلټنې د ملل متحد څخه ونه کړی نو دوي به واک ته تر رسیدو وروسته ملل متحد څخه ددغو تحقیقاتو غوښتنه وکړي ـ
د 18 فرورۍ تر ټاکنو وروسته تېره ورځ دپاکستان مرکزي پارلیمان په ګډه دمېرمن بټو د وژنې تحقیقات د ملل متحد څخه دترسره کولو پریکړه تصویب کړه ـ پارلیمان دحکومت څخه په ټینګه وغوښتل تر څو د بېنظیر بټو شهید په نامه یو تحقیقاتي کمیسون جوړکړي او د هغو خلکو څخه پرده پورته کړي چاچې دمېرمن بټو د وژنې لپاره پلان تیارکړېدی،په هغې یې عمل کړیدې او دبریدکونکوسره یې مالي یانوره هر ډول مرسته کړې ده ـ په دغه قراردار کې راغلي دي چې ملل متحد باید د پېښې پلټنه کې د نړیوالو تحقیقاتي اورګانونو په مرسته یو داسې ټیم جوړ کړي کوم چې ددغې پېښې بې لورې او کره تحقیقات ترسره کړي ــ
دلته پوښتنه دا راولاړیږي چې پیپلزګوند ولې د سکاټ لېنډ یارډ او یا دمشرف حکومت له خوا په نورو تحقیقاتو یقین نه کوي او هر وخت ددغې پېښې د پلټنې په اړه د ملل متحد نوم یادوی ـ ددې پوښتنې ترشا د ډیرو لاملونو ترڅنګ دلیاقت باغ د قربانیانو د تودو وینو وینځل ،دوژنې په اړه د هاغه وخت دحکومت بدلیدونکې رابدلیدونکې اعلامېې او دبېنظیر بټو په خپل ژوندکې ولسمشر مشرف ته استولی لیک دی کوم کې چې آغلې د څومشکوکو رقیبانو نومونه په ځانګړې توګه ذکرکړي وو ـ ددې هرڅه سربیره دبېنظیر بټو ورکه شوې هغه لوپټه ده ،کومه چې هغه مهال د آغلې په سر وه اوګُمان کیږي چې هم هغې لوپټه کې د مرمۍ سوری خامخا شته ،ځکه تري تم کړی شوې ده ـ که دمېرمن بټو مذکوره لوپټه راویستل شي او په پلټنو کې شامله کړی شي نو ددې خبرې جوت امکان دی چې د مېرمن بټو د وژنې کیسه به یو بل نوی رنګ خپل کړي ،کوم به چې د اوسني رنګ بیخي برعکس وي ـ
د سکاټ لینډ د راپور پر اساس اوس مهال د آغلې بټو د وژنې تو ر په بېت الله محسود ورپورې شوی دی ـ خو که نوو پلټنو کې که دغه وژنه د ډزو لامله وبلل شي نو بیا ستونزه هغو چا ته پېښه ده څو ک چې مېرمن بټو په خپل ژوندانه کې ولسمشرمشرف ته په خپل ځانګړي لیک کې په ګُته کړي وو ـ اوس شنونکي دې ته لیوال دي چې اوښ په کومه ډډه څملي ـــ