خوشال بابا په نوم
ای دتُورې او قلم علمبرداره!
ای د پت او د انا نه ډک داستانه!
ای د فن د ښاریې واحد سرداره!
ای د خپل دور حکیمه! ای نباضه!
ته خفه نه شی خو نن هم هغه حال دی
په اوږو مې پرته خپله جنازه ده
هغه لوبه ده زما په خاوره ګرمه
ددونیا اولس له جوړه تماشه ده
چې کوم اور تا د اورنګ کور له ؤ وړی
هغه اور مونږه راوړی دی خپل کور ته
شول ستي پرې د مودومودو خوبونه
پکې وسول ستا توري قلمونه
چې ما وژني ،ټولې تُورې مقدس دي
خو زما مزاحمت هم کافري ده
د اورنګ په مخ نقاب د اسلام پروت دی
مذهبي دلالان ټول زما د چم دي
دتاریخ مې هره پاڼه فریادي ده
پښتنې به زُلفې څه ونیسي باد ته *
چې د مشکو په ځای بوي ترې د بارود ځي
چې بادونه په خېبر باندې راواوړي
بوي دسوؤ غوښو راوړي پېښور ته
دڅو پاکو عقیدو له برکته
دقاتلو نظریو له برکته
ګټه نشته په نصیب مو دی تاوان
"چې زما په خېلخانه په وولس وشول
ودي نه شي په هندو په مسلمان " *
دمنصب دعوه ګیر ښه په قلار ناست دي
خو که مري ،زما چینارچینار ځوانان مري
ددستار تړلو هر سړی دعوه کړي
قات راغلی ،خو د زړه د خاوندانو
دشینوارو د خټکو تپوس مه کړه
دمومندو ،یوسفزو خوندونه نشته
حال هغه دی چې یې حال ویلې نه شم
د کوڅې ګُټ مې پخوا رقیب ته پریښی
اپریدی اوس اپریدي ته خېبر نیسي *
چې ګواه یې دکابل بُتکي بُتکي دي
ستا په سوو دیوالونو مې قسم دی
خپلې مټې پریکول به ثواب بولي
زما قام به خود کُشۍ ته "جهاد" وايي
ریاض تسنیم کراچۍ
سرپاڼه
___________________________________
حواله :خوشحال خټک
بېت : خوشحال خټک
حواله: علي خان