غزل
(نوازیوسفزي ته نذر)
زړه مې ډوبیږي خو د زړه د راسپړدلو څوک دي
ته رانه لرې یې او نو د حـــــــــــال ویلو څوک دي
خلق د خوند لپاره اوري د دردونــــــو قېـــــصې
ساده اشنا! په ما او تـــــــا د دړدیدلو څوک دي
دزړه په کور کې مې ساتلي بُتان مات کړه راشه!
اوس راته وایه چې په زړه کې د ساتلو څوک دي
پښتنې جونه به په خپله اوس سرتورې ګرځي
پښتانه چرته دي؟دمخ د پــــــټولو څوک دي ؟
بیا د اختر اومبارکي ځان ته پخــــــــپله لیکم
بیامې رایاد شو چې زما د یادولو څوک دي
تاسو ماضي او درباري تاریخ نور هم بربنډ کړﺉ
زه خو یو سوچ کوم چې نن د حق لیکو څو ک دي
لېونۍ خور اوربل راټول کړو،په بلۍ کوزه شوه
ویل یې دلته چاته پورته د کــــــــــتلو څوک دي
طاهره! مونږ هم لیوني یو چې شعــــــرونه وایو
خلق په ځان دي دشعرونو اوریدولو څوک دي
طاهربونیری
17اګست 2002م کراچۍ