مزدور ته

دزړګي سره مزدوره
دنړۍ پۀ تندي خاله
دښکلا او نور مشاله
دعظمت ښکاره مثاله
خدای دې تا لري خوشاله
خدای دې تا لري خوشاله
دا اوږدۀ تور سړکونه
دا لارې
دا پلونه
داښکلا
دا ځلا او رڼا
دا رنګيني او خوشالي
دا لوړ محلونه
دا اوچتې ماڼۍ
چې تر هسک هم اوچتې ښکاري
دا ستا دمټو زور دی
دا ستا لوړ همت دی
دا ستا طاقت او توان دی
چې اباد پرې ټول جهان دی
دا هاغه شوګيرې دي
چې پۀ ځان دې يوې کړې
تورې شپې او سرې غرمې دي
دا سبب ستا دمحنت دی
دا سبب ستا د عظمت دی
چې سرو غرمو کې
پۀ تورو شپو کې
هم پۀ څلو کې
هم پشکال کې
لنډه يې داچې پۀ ټول کال کې
تا خپلې خولې بهولي
تا خپل ښکلي لاسونه تڼاکې کړي
او مونږ ته دې خوشالۍ راکړي
دا ټوله ښکلا او رنګيني د ستا ده
نو : ځکه ستا لمر وهلی تور رنګ
خوبولې سرې سترګې
وچې شونډې
سپوره څيره
تڼاکې لاسونه
او ببر سر
راته خدايږو
ښۀ او اوچت ښکاري
لۀ شمشاد او لۀ خيبر
.............................
ناصر مومند
٢٢جون ١٩٩٢ پيښور-پښتونخوا