ویره خو داسې ...................

                              دپاڅون په قلم

      هو صېبه !پاڅون ویده نه و،هغه سم دم یخ بیدار و،او هم په دی" باثباته "ښار کې و،هغه لمړی دا سوچ کاوه چې ګویا قندهار کې خرقی جومات او ولایت (مرکز)ترمینځ تیر شوی سرک باندی روان دی او یا د کابل   شهر نو کې په کومه انټرنیټ کیفۍ کې ناست دی،ځکه یې وجود میږی میږی کیدواو هم یې په ذهن یوه نامالومه ویره سیوری وه ـ خو داسی هیڅ نه و،پاڅون خپل تیل پلورنځی کې پیتاوی ته ناست په چوکۍ غزیدلی و -دپلورنځی مخې ته ولاړ یو پرایوټ کرولا موټر یې د ویری لامل ګرځیدلې وه کوم چې څو شیبی دمخه په دغه ځای ودریدلی و،یو څو کسان تری ښکته شوي او په خپله مخه تللي ووـ
       پاڅون دکوزو شویو کسانو په مخونو یو سرسری نظر اچولی و،هغوي سم دم سکه ناک  باریشه دری زلمي هلکان وو ـ یو یې چې ګمان کیدو ډرایور وپه لاسو کې د موټرکلي ګانی چورلولی او بی فکرۍ سره روان ووـ کرولا د ودریدو لس دولس دقیقی وروسته ټول بازار باندی یوه عجیبه ویره خوره شوه- نزدی ګاونډیانو دپاڅون څخه پلورنځی ته څیرمه ولاړې کرولا په اړه تفتیش پېل کړو- پاڅون غریب ټولو ته دغه خبره کوله چې  والا دری زلمي کسان وو او داسی داسی شکلونه یې ووـ
          دپاڅون ټول ګاونډیان دوکانداران دپاڅون په څېر ښه او کټر مسلمانان او هر یو مرګ په نېټه ګڼی ،خو یو ګاونډی چې "جنت"  نومیږی او پاڅون غریب هره ورځ په وړه او ماشین شوی ږیره ډیر تنګوی،نن په دغه ولاړه کرولا ډېر خواشینې او وارخطا مالومیده -
جنت د ولاړې کرولا ټوله ذمه واری په پاڅون اچوله او هم یې پاڅون څخه باربار دپولیسوایمرجنسی نمبر (15)باندی دتلیفون کولو ټینګار کولو -پاڅون هله وارخطا شو چې جنت د کریکی په انداز وویل"  کرولا ته نمبرپلیټ هم نه دی لګیدلی "    دې چغې دپاڅون ټینګ نري ګډوډ کړل او زرزریې دخپل موبایل څخه په لړزیدلو ګوتو( 15) ډایل کړل -دپولیسو له لوری ای ایس اي نعیم قریشی په لیکه و, چاچې په څو شیبو کې د راتلو ژمنه وکړه -د
دښار تیارسۍ پولیس دښار اضطراری حالاتو نور هم تیارسۍ کړي وو،نزدی په لسو دقیقو کې راورسیدل-د
دپولیسو تر رارسیدوپاڅون او خواوشا ټول دوکانونوګیټونه راښکته کړی وو او زیاتره دوکاندارانو د وخت دکمۍ له امله قلف لګول هم هېر کړی وو- لنډا داچې"  اول ځان بیا جهان"  فارموله په ټول بازار او هرچا په دماغو خوره وه -
              پولسو درارسیدو سره څو امبولانسونه هم راغلل،بم ډسپوزل اسکواډ خپلې هنداری له ګاړو راښکته کړی او کرولا یې دلومړنۍ مشاهدی وروسته د" ستر اپریشن"  لپاره پوستې ته دلیږدلو په موخه یو کرین پسې اویزان کړه -
         پاڅون او ټولو لارویانو دغه پیزوان شوی" مجرمه کرولا" ننداره کوله او هر چا په زړه کې ګوړې ماتولې چې ځه که خېر وی دکار بم یوه حمله خو ناکامه شوه ،پاڅون زر یو نوې فکر وکړو او خپل موبایل فون په کیمره یې ددغې شنډی شوی حملې څو زړه پوري عکسونه په دې هیله محفوظ کړل چې سبا ته به که خېر وی ،رسنیو ته ورکوی -
       نیم ساعت وروسته چې ښه قلاره قلاری شوه خلکو بېرته دوکانونه پرانیستل دری کسان داسی راغلل چې پاڅون څخه یې دپلورنځی ته څیرمه د ولاړې کرولا پوښتنه کوله -پاڅون شونډی لګ رابهرکړی او دسر په ښی او ګس خوزښت یې هغوي پوه کړل چې هغه دهیڅ نه   نه دی خبرـ خو ورسره یې په غلی اواز دکسانو څخه دا پوښتنه وکړه چې" تاسو څوک او چېرته تللی وی….".؟؟کسانو په ډیر احترام سره عرض وکړو چې نزدی دکبانو له بازار ته د سودا لپاره تللي وو،خو چې بیرته راغلو نو دادی کرولا مو نشته ـ پاڅون ځان ناګاره کړو او پوښتنه یې وکړه چې هغه بغیر نمبرپلیټه کرولا خو پولیس والاو دکار بم  په شک کې پیزوان کړی بوتله -هغوي حیران شو لاسونه یې په تشو کېښودل او وی ویل چې کرولا یې نوې له بارګینه راوستې وه او هم یې دنمبرپلیټ په ځایې پری        Applied for regestration)   لېبل هم لګیدلی و،خو بیا ولی دا خلق او پولیس دومره وارخطا شوي ووچې کرولا یې دځانه سره بیولی ده-
            پاڅون او راغونډ شوي دوکانداران پوه شو چې  والا معامله خو هسې د ویرې له امله رامنځته شوی وه ـ هر سړی په خپلو منډو ترډو پسی خندا کوله،خو غم پاڅون ته جوړ و،ځکه چې یوه خو هغه پولسو ته اطلاع ورکړې وه او بل یې هیڅ په هیڅه مسلمانان ازار کړی وو-شاید دهغوي کرولا په راوتلو هم دپولیسو دجېب خرڅ لپاره پنځه یا لس زره پکار وی -
          پاڅون فکر کاوه کرولا خو به بېرته کلییر او رابهر شی،خو پولیس او پاڅون…….؟؟؟؟ او هم دپاڅون دموبایل نمبر هم دپولیسو په ولقه کې…….او که نور نه وی نو د"غلطو اطلاعاتو" په بنسټ به پولیسو ته خامخا  څه   ورکوی -پاڅون سوچ واخیست او دلږ سوچ وروسته یې خپل سِم کارډ له موبایله  وویست،خوله ته یې واچو،غاښونه یې پری داسی کیمنډل لکه په دې باثباته ښار کې  د ذهنی اضطراب زور له  مړه او بې ساه سِم څخه وباسی -