غزل

منظرونه داسی یو پهء یو بدلیږی

جې بتان دعقایدو راغورزیږی

 

حقیقت دهندوکش په څیر ولاړ دی

عقیدت لکه دواوری ویلی کیږی

 

علامه دژوندانهء نهء ده دمرګ ده

هر قدم چې دخپل ذات پهء لور ستنیږی

 

هغه سر دآزادۍ طلب ګار نهء دی

چې پهء هر قدم سجدی ته ښکته کیږی

 

دا په کومه هدیره راغلو سلا مه

چې آواز مو له هر لوری راتمبیږی
                                    عبدالسلام سلام کراچۍ