غزل

ننداره مـــــې کــــه د وينــــو کــــــوی نوره
ددی ښار داســـــــمان سرې لمنې ګــــوره

که دی وږم د اومو غوښومحــــسوس کړو
خود خـــبربه  شی د"مړې کـرښې" له زوره

زه دداســــــــی يوذاهد ديوال شــــريک يم
چې دجــــام په لاس سجده کوی نسکـــوره

دکابل مــــــــــلالۍ هسی يبـــــــلی پښــې وه
د"باګرام ترکـــــــو" د پاسه  کړه  ســـــرتوره

اوس زړوفتــــــــوو ته  نوی  معنی  ګــوری
چې  یې  سرې لمبې  راپورته شوی له کوره

لـــــــوی منزل ته په ازغنـــــــولارو یـــون دی
دشـــــــاعرلالی قـــــــــــــلم مه شه بــــې شوره

بیــــــــا بائيلودی جنګ له يوه ټپه په کار ده
پېغــــــــــلی مړی دی دزلــــــــمو هوا ده نوره

                               ظفرکریمی کراچۍ