هو صېبه
داکراچۍ ده /دپاڅون په قلم
دپاڅون په قلم
هوصېبه!په سټاپ د ودريدو سره سم عبدالله کوچ راورسيدوـ پاڅون کوچ ته د ورختو په موخه خپل ښي لاس اوږد کړۀ يعنى د ودريدو اشاره يې وکړه ـ عبدالله کوچ لږ ورو غوندې شو ،پاڅون او په سټاپ ولاړو اتۀ لسو کسانو ورمنډه کړه ،خو کوچ چېرته وو ،خلق وار دمخه ورپورې لکه مچ ميږي نښتي وو ـ بس د قسمت خبره وه ،دچا چې نصيب و،کوچ کې يې ګوته ځايې پيدا شو،او په روانه روانه کوچ ته وختل او بدنصيبه سورلۍ بيا په سټاپ دشنه اسمان د لاندې په سور تڼاکار بل عبدالله کوچ ته په انتظار کې ودريدل ـ
پاڅون هم په دغو خوش قسمتو کې يو وو ځکه چې يو خو سټاپ ته د راتلو سره سم ورته ګاډى پيدا شو او بل يې دښي پښې پنجه په دروازه کې د چا د پښو دپاسه ځاي شوه ـ نور پاڅون خپل ټول وجود خپلو لاسونو ته لاس کې ورکړى وو،کوم چې هغه دا وخت د دروازې دپاسه يو سيخ پورې کلک کړي ووـ
پاڅون بې چاره شيبه شيبه شمارله،هغه فکر کاوه چې ځه مړه کراسنګ کې به خلق کوزشي او دې به په سيټ کيني خو چې څنګه کراسنګ راورسيدو ګلينډر دروازې ته ډب ورکړو ـ ګاډى ونه دريدو خو ورو شان شوـ يوه سورلۍ کوزه شوه.....بيا دوه....بيا درې ......څه سر به دې خوږوم ،پوره يو نيم درجن کسان ښکته شو،خو والا چې دپاڅون پوزيشن کې يوه ذره ښه والى هم رانه غى او هغسې د دروازې پورې زنګيدولوـ
پاڅون له اوس خپل ځان او خپل قسمت باندې غصه ورتلله او فکر يې کاوه چې پکار وه بايد بل ګاړي ته يې انتظار کړې وى ـ خو بيا ورته هغه چارشنبه ورياده شوه چې ډک کوچ ته د نه ختلو او د لګ شان تش ګاړي په انتظار ورباندې لوړ ماسپخين شوې ووـ پاڅون فکر کاوه چې ددومره انسانانو د کوزيدو سره ولې بيا هم کوچ کې د پښې ايښودو ځاي نشته ،دا خو انسانان دي ،څه بوجۍ خو نه دي چې د يو بلې دپاسه يې ځايې په ځايې کړې وې ـ پاڅون به کله کله ځان پورې وخندل او کله په دې پورې چې والا عبدالله کوچ کې سمه د انسانانو چينه راخوټکيدلې ده ،انسانان ترې تويږي خو تشيږي نا ـ
ائي ائي چندريګر سرک د هسکو او دبدبه لرونکو ودانيو دلاندې په يو سور سګنل چې عبدالله کوچ ودريدو نو پاڅون په لسګونو نور کوچونه هم وليدل چې انسانان ورپورې لکه مچ ميږي نښتي ووـ دکوچونو (ګاډيو)په مينځ مينځ کې داسې موټرې او پيجاروګانې هم د ګرين سګنل په انتظار ولاړې وې چې د څلورو کسانو دناستې د ګنجايش باجود هم په يو يو سړي يا مېرمن ډک ووـ
شنه اشاره ولګيده ،ټول ګاړي روان شول ـ پاڅون په دروازه پسې زنګيدلو او چُرت يې وهلو چې د دريمې نړۍ په هر هيواد کې
دچا خوښيږي نه چې کومه جوړه واغوندمه
څوک په کفن پسې حېرانه په تختو پراتۀ دي