غزل
ځان له وَهَم ﻻرپيـره!
چاته شم ايسارپيره!
شين لوګى،نۀهُوچغه
سوړدى هربازارپيره!
دړد،معنا بدله کړه
هرسړى قــلارپيره!
هرڅۀ اپوټه زوړند
ښاردى اؤکۀ دار،پيره!
شپه مې پۀڅنګل ووده
شپه لکه تورمار،پيره!
خوب اؤخلۀيوځائې غواړي
خلق ډېرهوښيار،پيره!
ق
راغلمه تردې څۀرنګ؟
وُخوپښته ﻻر،پيـــــــــره!
سرې سکروټې خلې ته کړم
شي خپله اظهار،پيـــره!
(ق)
رقص دى اؤدوينورقص
ښارتک سورانار،پيره!
هردهمال اؤحال کښې زۀ
سريم دقطــــــــار،پيره!
(ق)
کنده اؤغـــــــــرچاته ياد
ستاﻻس کښې مهار،پيره!
يخ يخ قدمـــونه ږدم
ګرځم پۀانګار،پيره!
ډېربه مې نرګس ووخوښ
ښۀ يمه بيمار،پيره!
زۀچې دهيڅ کارنۀوُم
زۀئې کړم دکار،پيره!
عشق خوارول نۀکوي
کړي سړى سردار،پيره!
يوتسنيم ډاډه وۀ ډېر
هېرشۀ اؤ کۀ شمار،پيره
رياض تسنيم کراچۍ