غزل

مات لکه غنم د زړه په ســــــر يمه
لاس تر زنې ناست په مازيګر يمه

ګل يمه سيلـۍ دې غېږ ته راوړمه
پاڼې پاڼې پروت دې په ځيګر يمه

څه وکړم په دې سترګو دې څه وکړم
ډک محفل کې تاته په نــــظر يمه

ما د خپل ښايست قيامت ته دروله
زه دنيمه خوا هيلو پېـــــــکر يمه

راشه که مې سيوري ته دمه کوې
زه د جانانه پکتيا نښــــــــتر يمه

وړانګې به دې ټولې ترمخ ځارکړمه
ګوره ائينه رويه ماته لمــــر يمه

بيا مې له غزل سره خبرې کړې
بيا دشکسته زړونو ساغــــر يمه
سيد فخرالدين هاشمي کراچۍ