غزل
دزړه په تل کې مــــــــــــــــې نن نوې تماشه جوړه ده
په کې بتان دي ،ساقي ناست دى او کعبه جوړه ده

دا زه دکوم دور د خلـــــــــــــــــــــقو سره ژوند کومه
د جينکو پــــــــــــــه تعليم اوس هم هنګامه جوړه ده

دا څه تصوير مې د قام وليدو په خـوب کې خدايا
د مړي مخ جوړ دى شيشه کې او تيــــــاره جوړه ده

د انتقام د خونړۍ جذبې د لانــــــــــــدې ژوند دى
سبا به بل وژني بس دغې له جــــــــــــرګه جوړه ده

خلقو تــــــــــــــــــــه اورو قېصې او په ډېر فخر سره
زمونږ په خــــــــــــــــــــاوره دسرونو مناره جوړه ده

رحمان بونېرى کراچۍ