دپښتو ادب او وسيع النظرۍ په موضوع د جاج مذاکره

                ظفرکريمي

دپښتو ادب او وسيع النظرۍ په موضوع د جاج مذاکره
د جرس ادبي جرګې (جاج) مذاکراتي غونډه د ٢٠٠٨م د جولاي په شلمه نېټه جهانګير پارک کراچۍ کې د زرجان مداخېل په مشرۍ کې وشوه چې د نظامت چارې يې ظفرکريمي ترسره کړې ـ
د ايجنډې ترمخه غونډې ته لومړى وصال مومند د تېرې غونډې ګزارش واورولوـ د غونډې دويمه برخه "پښتو ادب او وسيع النظرۍ" په موضوع بحث ته ځانګړې شوې وه ـ دموضوع په اړه مرکزي مقاله کې راغلي وو چې ادب پخپله د وسيع النظرۍ دويم نوم دى او پښتو ادب کې د قديم نه راواخله تر جديده وخته پورې وسيع النظري شتون لري ـ دبېلګې په توګه د خوشال خټک شاعري د قام پرستۍ په چوکاټ کې  د وسيع النظرۍ غمازي کوي ـ
دشاعرۍ سربيره د پښتو ادب نور صنفونه هم په وسيع النظرۍ اډانه دي،ځکه خو که پښتو اثار نورو ژبو ته وژباړل شي نو کټ مټ داسې ښکاري لکه چې دهغې ژبې د خلقو لپاره ليکل شوي وي ـ
قام پرستي هم وسيع النظري ده ،ځکه چې قام پرست شاعران د ځان لپاره نه بلکې د يوقام او ملت لپاره کار کوي ـ يو چا ته کنځل کول او يا د چا خلاف شعارونه ورکول نه ادب دى او نه قام پرستي ده ـ خپل حق په نرۀ غوښتل او دبل حق نه غصب کول قام پرستي ده ــ دغه شان ظالم ته ظالم او مظلوم ته مظلوم ويل هم قام پرستي ده ـ
که رحمان بابا،خوشال خټک يا نورو شاعرانو شاعرانه تعلي کړې ده ،نو دغه تنګ نظري نه ده ـ دغلته خبره د "زه" ده او "زه" په هر شاعر کې وي ـ
د رحمان بابا د
         ادم زاد په معنى واړه يو صورت دى
          هر چې بل ازاروي خپله ازار شـــــــي
نه واخله تر پيژندل شوي قام پرست رحمت شاه سايله پورې ټول پښتانه شاعران او اديبان وسيع النظره دي ـ د رحمت شاه سايل په دې شعر بحث پاي ته ورسيدوچې وايې
      ماشومان که دمشرق که دمغرب دي
       دخندا او د ژړا انداز يــــــــې يو دى
دغونډې دريمه برخه کې مشاعره وشوه چې وصال مومند،امان افريدي او زرجان مداخېل پکې کلامونه واورول ،غونډه کې طاهرافريدي،ماښام خټک،عبدالسلام سلام،رياض تسنيم او ظفرکريمي هم ګډون درلود ـ
دغونډې په پاي کې د مشهور شاعر خاطرغزنوي په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وشوه او دښاغلي احمدفراز دغه هڅې په شاندارو ټکو کې وستايل شوې ،کومو کې چې نوموړي اردو شاعرۍ ته پښتون مزاج ور ننه ايستلى دي ـ او دهغه د روغتيا لپاره دوعا وشوه ـ
راروانه غونډه کې به رياض تسنيم نثر کره کتنې ته وړاندې کوي