ونــــــــه
(اسماعيل ګوهر ته )
ددې کلي نه لږليرې
يوه ونۀ ده په لويه لار ولاړه
ددې ونې ډېر صفات دي
ددې ونې کرامات دي
ددې ونې احسانات دي
ددې ونې نعمتونه دي بې شماره
ددې کلي نه لږليرې
يوه ونه ده په لويه لار ولاړه
ددې ونې سيورې يخ دى
ددې ونې ميوه هم ډېره خوږۀ ده
ددې ونې د مېوې د برکته
زمونږ کلى په هر ځاي کې مشهوردى
ددې کلي نه لږليرې
يوه ونه ده په لويه لار ولاړه
ددې ونې ويخ ته پروت د اوبو خم دى
ددې خم اوبه سړې دي
ددې خم اوبه خوږې دي
ددې خم اوبه دارو دي
لاروي چې ددې ونې خوا له راشي
ددې ونې لاندې کيني دمه وکړي
او اوبه وڅکي ددې خم نه
ددې خم په دې اوبو کې دا خوبي ده
ددې ونې د يخ سيوري دا کمال دى
چې د چا نه به په ژوند کې نه هيريږي
او سره ددې دوعا به راياديږي
خدايا تل لرې ښېرازه
دا زمونږ دکلي ونه
زرجان مداخېل کراچۍ