غزل

وئېل ئې،داخفه درنه پۀڅۀشى ښاريې دي؟
وئېل مې،دواړه ﻻس کښې مې نيولې ائينې دي

وئېل ئې،دادکوم بدن خوشبودرپسې راغله؟
وئېل مې،ستالۀمخه خوشبويانې راپسې دي

وئېل ئې،محبت لۀفېضه ډکه استانه ده
وئېل مې،ستادوه شونډې ئې شيرينې دروازې دي

وئېل ئې،پۀخنداکښې تورلونګ شيندې لګيائې
وئېل مې،داهم ستادقربتونوکرشمې دي
9
وئېل ئې،زماهجرهم يولويه مدرسه ده
وئېل مې،ستادوصل هم نايابه تجربې دي

وئېل ئې،ماتې ماتې څڼې راغلمه داچرته
وئېل مې،ددې خلقوزړونه نۀدي،هديرې دي

وئېل ئې،نۀدې زورشته،نۀدې زراؤعاشقي کړې
وئېل مې،ملنګانونه مې کړې ﻻس نيوې دي

وئېل ئې،غټوغټوکتابونوکښې څۀګورې؟
وئېل مې،دخپل ځان لټون عذاب عذاب لمحې دي

وئېل ئې،لږرادېخواشه، دازړۀدې دکتودى
وئېل مې،زړګى څۀدى خودوينوسرې ولې دي

وئېل ئې،دغزل لهجه زخمي لرې تسنيمه!
وئېل مې،دوختونوخنداګانې راپسې دي

رياض تسنيم کراچۍ