په روحي غزل کره کتنه
دجرس ادبي جرګې تنقیدي غونډه د دسمبر په اوومه نېټه کال ۲۰۰۸ مازیګر ۴بجې کاکوهوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ کې د مبارک احمد مبارک په مشرۍ کې ترسره شوه ـددې غونډې د نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کولې -
غونډې ته لومړې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو،ورپسې قېصراپریدي خپل مضمون (روحي غزل)تنقید ته وړاندې کړوـ قېصراپریدي په خپل مضمون کې د مسلسل غزل او روحي غزل ترمینځ توپيرونو موضوع څېړلې وه ـ په مذکوره مضمون ریاض تسنیم او ماښام خټک او امان اپریدي مختصرې خبرې وکړې ورپسې مشاعره وشوه چې امجدعلي سورج،وقاص ترین،تاج الدین تاج،محتاج سراج،ماښام خټک،وصال مومند،قېصراپریدي،ریاض تسنیم،امان اپریدي،ظفرکریمي او مبارک احمد مبارک پکې کلامونه واورول ـ
د غونډې په اخر کې د کراچۍ په فساداتو کې د ټولو شهیدانو او په ځانګړې توګه د رڼا پښتو ادبي ټولنې (کراچۍ)صدرشهید منصور پلوڅوال په مړینه د غمرازۍ څرګندونه وشوه ـ