د جماعت الدعوة خلاف اپريشن او د پاکستان اعتراف جرم د ممبۍ د حملو نه پس د پاکستان په مشکلاتو کښې اضافه شوې ده
کۀ يو طرف ته د هند له اړخه په پاکستان دباؤ زيات شوے نو بل اړخ ته د امريکې له اړخه هم پاکستان ته سنګينې دړکې ورکړے کيږى، په داسې وخت کښې د پاکستان سياسى ډلې متحد کول پکار دى او د ملک د سلامتۍ او د تحفظ لپاره يوه شريکه کړنلاره پکار ده، خو ولې افسوس چې د پاکستان داخلى حالات هم ورځ تر ورځه خرابيږى او سياسى ډلې په شمول د حکومت هيڅ مثبت کردار نۀ ادا کوى، د ممبۍ د حملو نه پس چې څۀ رنګ د هند او پاکستان تعلقات خراب شوى دى په دې هر انسان دوسته فکر اخستے دے ځکه چې د هند له اړخه په پاکستان مسلسل الزامات لګولے کيږى او دجنګ دړکړې ورکړے کيږى. دا وخت د پاکستان حکمرانان هم په کشمکش کښې ګير شوى دى او په هيڅ بند نۀ پوهيږى چې حالات څۀ رنګ درست کړى د هند له اړخه د اقوام متحده سلامتى کونسل کښې د جماعت الدعوة خلاف الزامونه او په جماعت بنديز کۀ يو طرف ته د پاکستان خارجه او سفارتى ناکامى ده نو بل طرف ته د هند کاميابى ګڼل کيږى. د جماعت د بنديز نه وړاندې د پاکستان له اړخه د پاکستان په شمول ازاد کشمير کښې د لشکر طيبه او جماعت الدعوة خلاف ايکشن او اپريشن کول دا ثابت کړل چې پاکستان واقعى د ممبۍ په حملو کښې ککړ دے يو طرف ته خو پاکستان دا چغې وهى چې د ممبۍ په حملو کښې پاکستان يا د پاکستان په خاوره کوم تنظيم نۀ دے ملوث خو ولې بل ا ړخ ته پاکستان د دغو ذکر شوؤ تنظيمونو خلاف اپريشن شروع کړے دے يعنې دا چې پاکستان دا اعتراف کوى او نړۍ ته ئې ښائى چې ګنې پاکستان د ممبۍ په حملو کښې ملوث دے. پاکستانى حکمرانانو تل د امريکې مفاداتو خيال ساتلے دے او پاکستانى مفادات ئې شا ته اچولى دى. د سلامتى کونسل له اړخه په جماعت الدعوة بنديز نه دا ثابته شوه چې پاکستان ته چې په سفارتى سطحه کوم کردار ادا کول پکار وو هغه شان کردار پاکستان ادا نۀ کړو، بله دا چې پاکستان ته هند کوم خط د ترهه ګرو ورکړے ؤ په هغې کښې د جنرل (ر) حميدګل نوم هم شامل دے، کۀ چرې پاکستان د هند يوه يوه مطالبه ومنى نو بيا به پاکستان ته مشکلات نور هم زيات شى، کۀ چرې هند مضبوط ثبوتونه پاکستان ته ورکړى نو بيا خو ټيک ده چې پاکستان ددغو کردارونو نه پرده پورته کړى، خو ولې د ثبوتونو نه پرته پاکستان ته داسې اقدامات نۀ دى کول پکار. کۀ حقيقت سره وکتلے شى نو تراوسه پورې جماعت الدعوه په داسې کومې ترهه ګرۍ کښې نۀ دے ککړ چې پرې بنديز ولګولے شى يا ددې خلاف ايکشن يا اپريشن وکړے شى ځکه چې جماعت الدعوة يو اصلاحى او فلاحى تنظيم دے او تراوسه پورې ئې د زرګونو غريبو او بې وسو، سيلاب ځپلو او زلزله ځپلو مرستې کړى دى، خو نۀ پوهيږو چې هند او امريکې ته د جماعت نه څۀ خطره ده؟ او پاکستانى حکمرانان ولې دومره بې حسه دى چې د خپل ملک د فلاحى او اصلاحى تنظيم خلاف اپريشن کوى؟ د هند له اړخه دا دړکه چې پاکستان د ترهه ګرو مرکز دے او مونږ تراوسه د ډير صبر نه کار واخستو کۀ چرې پاکستان د ترهه ګرو خلاف اقدامات ونۀ کړل نو خطرناکو نتيجو ته دې تيار وى هم د غندنې وړ دى دغه رنګ د امريکې خارجه وزيرې کونډو ليزا رائس هم پاکستان ته دړکه ورکړې ده چې د ممبۍ حملو کښې يوازې هندوستانيان نۀ دى وژل شوى بلکې په دغه پيښه کښې امريکايان هم وژل شوى دى ا و پاکستان دې د ترهه ګرو خلاف سخته کارروائى وکړى ګنې امريکا به د ترهه ګرو خلاف خپله کارروائى وکړى. اوس کۀ د امريکې دې بيان ته وکتلے شى نو داسې بريښى چې امريکا د هندوستان پلوى کوى او کومې قربانۍ چې پاکستان د امريکې لپاره ورکړى دى په هغې ټولو ئې خاورې اچولې دى حالانکې امريکا دا اعلان بيا بيا کوى چې پاکستان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د فرنټ لائن کردار ادا کړے دے خو ولې اوس هم زمونږ د حکمرانانو سترګې پټې دى او امريکا خپله دوسته ګڼى، حالانکې امريکا د پاکستان دوسته نۀ بلکې دښمنه ده او غواړى چې پاکستان نۀ يوازې دا چې په داخلى سطحه بلکې په بين الاقوامى سطح بدنام او تباه کړى ا و د نړۍ نقشې نه ئې بهر کړى، او ددې ايجنډې لپاره ئې ښۀ په مضبوط بنياد کار شروع کړے دے خو دا خبره هم ياد ساتل پکار دى چې د امريکې ددې ايجنډې د تکميل لپاره د پاکستان ځينې پټ لاسونه هم لګيا دى خپله وفادارى کوى.