راځئ تبصرې ولیکو
راځئ تبصرې ولیکو
زما په پوښتنه هغه دواړه لاسونه غوږونو ته وروړل ،سر یې یو او بل لور ته وخوزاوه او وې ویل توبه مې ده توبه، د وېب پاڼو نوم راته مه اخله،د وېب پاڼې د کتو څخه دکتاب لوستل ډېر ښه دي ـ "غوښه که وسوزي هم نو د پیتي نه ښه وي "،کتاب که څومره هم خراب شي کنځلې خو به پکې نه وي او دا وېب پاڼې .......دا د پښتو وېب پاڼې ........توبه مې ده توبه ـ
یاره ته پکې تبصرې مه ګوره کنه،دغه ډول تبصرې خو هسې للو پنجو خلکو لیکلي وي،ته پخپله فکر وکړه چې یو سړی د قلم حرمت نه پېژني نو هغه به خامخا کنځلې لیکي ،په دې کې ټولو لیکوالانو ته څه ګناه ده؟
زما په استدلال او پوښتنه هغه مسکی غوندې شو ،د چایو پیاله یې په مېز کیښوده ،ژبه یې په شونډو تېره کړه او وې ویل،لیونیه!زه دانه وایم چې ټول په وېب پاڼو کې لیکونکي داسې دي ،داسې لیکونکي ډیرشته چې ن.والقلم ومایسطرون په مطلب پوهیږي ـ خو په دې کې هم ځېنې دومره خوښیاران دي بلکې احمقان دي چې د خرابې تبصرې د لیکلو په وخت خپل نوم نه لیکي او فرضي نوم کاروي ـ ددې مطلب دا راوځي چې هغه څه لیکي نو هغه ته پخپله هم ښه نه ښکاري خو بیا یې هم لیکي ـ
هغه د چایو ګُټ وکړو او بیا یې وویل په فرضي نوم لیک کول د لیکوالانو په قاموس کې غټه ګناه ده ،په فرضي نوم لیکل خو هغه موده کې کیدل چې لیکوالانو ته د تورو زندۍ په مرۍ کې اچول کیدې ـ په انټرنېټ او په یوېشتمه صدۍ کې دغه ډول کار بې شکه چې لویه ګناه ده ـ هغه مرۍ تازه کړه او بیا یې وویل داخبره دلیل نه ده چې مونږ ووایو چې ټول لیکوالان داسې نه کوي ـ کوم خلق چې کنځلې او بد رد د تبصرو په خانه کې لیکي هغه هم زمونږ د ټولنې غړي دي او یوازې غړي نه بلکې زمونږ د معاشرې بهترین دماغ دي ـ ځکه چې په پښتنو کې داسې کسان چې هغه زده کړه وکړي،کمپیوټر زده کړي ،انټرنیټ ته لاس رسی پیدا کړي او بیا په دې کې هم توپیر کولی شي چې څه لیکم نو دا ښه دي که خراب،که ښه وي نو په خپل نوم یې لیکي او که خراب وي نو نوم ورته بې له څه قدغنه بدل کړي ،زه خو وایم دا زمونږ د معاشرې کُچ دي کُچ ،خو کاش چې ......."دوه پکه او هغه هم سره ورکه "ـ
هغه د پوښتنې په انداز زما سترګو ته راوکتل ،زه غلی پاتی شوم،لږه شېبه روسته هغه بیا ګویا شو اووې ویل
مونږ اردو ژبو ته "پنچاپيان "وایو او هغوي د ځانه کم ګڼو راشه ددغه پنچاپیانو دابلاګ ګوره،د هغې د لوستونکو ذوق ته وګوره او هم د هغوۍ تبصرې وګوره ـ دا زمونږ یاران خو په تبصرو تبصرې لیکي ،دوي خو دې ته هم فکر نه کوي چې تبصره،نیوکه،نظر خو په تبصره نه ،بلکې په لیکل شوې لیکنه(نقدپاره)لیکل پکار وي ـ