د ممبۍ حملې او د پاکستان د سياسى ډلو اتحاد

يقيناً چې د جنګ هر انسان مخالفت کوى ځکه چې جنګ قوخمونه بربادوى، د انسانانو خونې ورانوى او د تباهۍ او بربادۍ يو نۀ ختميدونکى طوفان طرفته ئې بيائى، د ترهه ګرۍ هغه کۀ په هر ځاې کښې وى څومره هم چې دهغې غندنه وشى کمه به وى.
دا اولس چې په ممبۍ کښې کومو ترهه ګرو د ٢٠٠ نه زيات انسانان ووژل او په سوونو پکښې ژوبل شول ددې هر باشعوره انسان دوسته انسان غندنه کوى.
د ممبۍ د حملو نه پس چې څۀ رنګ د کراچۍ حالات خراب شول او څومره انسانى ځانونه پکښې ضائع شول ددې هم چې هر څومره غندنه وکړے شى کمه به وى، مونږ يو امن خوښى او امن دوسته قوم يو، مونږ چرې هم دا نۀ غواړو چې زمونږ په سيمه يا په ګاونډى ملکونو کښې دې جنګ ونښلى يا ترهه ګرى دى پکښې وشى،  خو  ولې هر کله چې په يوه سيمه کښې ترهه ګرى وشى نو اول د هغې وجې معلومول پکار دى بيا د هغې  تحقيقات پکار  دى، بيا د تحقيقاتو په رڼا کښې په دې ردعمل پکار دے،  خو د ممبۍ د حملو نه څو ګينټې پس د هند ميډيا او حکومت د پاکستان خلاف پروپيګنډه شروع کړې او د ممبۍ د حملو ذمه ئې په پاکستان واچوله ددې ا لزامونو نۀ يوازې په حکومتى سطحه بلکې په عوامى سطحه هم  غندنه وشوه او دا تورونه ئې مسترد کړل.
د ممبۍ د حملو کښې په ژور نظر پلټنې وشى نو معلومه به شى چې دا حملې د پاکستان خلاف د يو سازش په توګه وکړے شوې څۀ رنګ چې د يوولسم ستمبر پيښه يهوديانو او  امريکايانو پخپله کړې وه او د افغانستان د حملو لپاره ئې بهانه پيدا کړه دغه رنګ د ممبۍ حملې هم امريکا، اسرائيل او هندوستان پخپله کړى دى او دوى غواړى چې د پاکستان خلاف کارروائى وکړى ا و د ټولې نړۍ مرستې په دې بهانه حاصلې کړى ګنې دا څۀ رنګ کيدے شى چې د پاکستان د کراچۍ په سمندرى لاره لس دولس ترهه ګر ځى او ممبۍ ښار ته سره د وسلو رسى او هلته په دريو اهمو ځايونو حملې او قبضې کوى د تعجب خبره خو دا ده چې څۀ رنګ چې د پاکستان حدودو کښې هندى ماهى ګير  يا نور لانچونه نۀ شى راتلے او کۀ بالفرض په غلطۍ هم راشى نو فوراً ئې ګرفتار کړى، دغه رنګ د هندوستان بحرى فوځ هم هر وخت د خپلو سمندرى حدودو حفاظت کوى، نو بيا دغه ترهه ګر څۀ رنګ ممبۍ ته لاړل، ايا دغه ترهه ګر  جادوګران وو چې د هندوستان بحرى فوځ نۀ ليدل؟
او کۀ باالفرض دغه ترهه ګر د پاکستان نه ممبۍ ته تلى وى نو بيا دومره وسلې دوى دغو دريو واړو مقاماتو، تاج هوټل، اوبرائے او نريمان هاؤس ته څۀ يوړل؟
خو حقه خبره دا ده چې د ممبۍ حملې هم د هندوستان په خوښه شوى دى او ترهه ګر د پاکستان نۀ بلکې د هندوستان دى او د پاکستان د امن مذاکراتو د خرابولو په پاکستان دحملو کولو لپاره لار صفا کول دى، بلخوا کۀ د هندوستان شپوشينا يا د نورو سياسى ترهه ګرو ډلو بيانونه وکتلے شى نو ددې نه داسې بريښى چې دوى پاکستان يو کمزورے هيواد ګڼى او وائى چې زمونږ په دړکو نه پاکستان سرټيټ کړى، د مکهرجى دا بيان هم د غندلو دے چې وائى چې مونږ پاکستان ته د ترهه ګرو لسټ ورکړے دے او کۀ پاکستان د دوى خلاف کارروائى ونۀ کړه نو مونږ حق لرو چې ددغو ترهه ګرو کيمپونو او ځايونو حملې وکړو، ګويا څۀ رنګ چې امريکا په قبائيلى سيمو حملې کوى دغه رنګ مونږ هم کولے شو.
اګر چې هندوستان داسې نۀ شى کولے او کۀ چرې حملې ئې وکړې نو بيا خو يقيناً چې پاکستان هم ددې حملو جواب په موثره اندازه ورکړى خو دلته دا سوال هم راپيدا کيږى چې کۀ چرې پاکستان حکمرانانو په وخت د امريکې د جاسوسى الوتکو جواب امريکې ته ورکړے وے نو شايد کۀ نن هندوستان داسې خبرې يا دړکې ورکړے وے.
نن کۀ هندوستان پاکستان ته دړکې ورکوى نو په دې کښې زمونږ د پاکستانى حکمرانانو لاس دے او دا د پاکستانى حکمرانانو ناکامى ده.
نن چې کله هندوستان مونږ ته دړکې راکوى نو په داسې وخت کښې قبائيلى مشران او د تحريک طالبان پاکستان مشر محمدعمر د پاکستان د فوځ د حمايت اعلان کوى او وائى چې کۀ مونږ خپلو کښې جنګيږو دا زمونږ خپله مسئله ده خو ولې هندوستان زمونږ شريک دښمن دے مونږ به ورته غاښ ماتے جواب ورکوؤ کۀ چرې حکومت ددې نه وړاندې طالبانو سره د مذاکراتو په لاره تلے ؤ نو نن به پاکستان د ترهه ګرۍ په اور کښې نۀ سوزيدو ا و نۀ به ورته امريکې او هندوستان دړکې ورکولې، زمونږ حکمرانان په ا مريکا ډير ملا تړى  او خپل نجات د هنده ئې ګڼى خو ولې نن امريکا هم هندوستان سره ولاړه ده او پاکستان ته دړکې ورکوى چې د ترهه ګرو خلاف دې مضبوط اقدامات وکړے شى نن اوبامه هم دا وائى چې هندوستان ته د خپلې دفاع لپاره په پاکستانى علاقو  د حملو حق حاصل دے.
ايا پاکستانى حکمرانانو او سياسى ډلو دا سوچ کړے دے چې د ترهه ګرۍ په نوم چې مونږ پخپل کور کښې کوم جنګ شروع کړے دے دا زمونږ خپل جنګ دے؟ ايا ددې فائدې مونږ ته رسى؟
بايد پاکستان پاليسى سازونکى سوچ وکړى او پخپلو پاليسيو کښې بدلون راولى چې نن په سوات، وزيرستان، مونږ ايجنسۍ،  او په نورو سيمو کښې چې کوم اور لګولے شوے دے دا د چا فائده کښې دے؟ او څوک پکښې په تاوان کښې دى؟ د کراچۍ حالات چا د چا په لمسه شروع کړل، بايد حکمرا نان راويښ شى او ددې خبرې نه دې اندازه واخلى چې هندوستان پاکستان ته نۀ صرف دړکه ورکړه او ټول سياسى ډلې ان تر دې چې تحريک طالبان هم د پاکستان د حفاظت لپاره د فوځ تر شا او دحکومت حمايت وکړو او دهندوستان له اړخه په پاکستان د حملې سخت نوټس ئې واخستو، بايد ټولې سياسى او مذهبى ډلې يو موټے او ا تحاد شى او اول د خپلې خاورې نه ترهه ګرى ختمه کړى او بيا د دښمن مقابله وکړى ځکه  چې خپل منځى اختلافات به مونږ خراب تراب کړى او اتحاد به زمونږ په ګټه تماميږى.