پېنټ شرټ
ظفرکریمي
یو غوبل جوړ وو،د ایمبولانسونو سایرونونو داسې غوغا جوړه کړې وه تا به ویل ګویا ټول ښار اور اخېستې دی ـ په سرک د ترافیک د کنټرول دپاره لګیدلې اشاره هم سره نه وه خو د ګاډیو یو لوي هجوم ـ فکر مې کاوه چې والله دا خو کونړ هم نه دی چې د خارجیانو کاروان درومي او ټریفک دې درول شوی وي ،دا خو کراچۍ ده څه بلا وشوه؟دا دومره شوراورش ولی دی؟ دپولیسو منډې ترډې ....فایربریګیډ.....بم ډسپوزل اسکواډ.....رینجرز او نور نور څه مانا لري؟
فکر مې کاوه چې راشه ګاډۍ بېرته ستون کړه او تښته ځکه چې داسې وخت کې تېښته هم نېمه توره ده ،کیدی شي بچ شی خو چې شاته مې وکتل آد چا خبره دښار ټول ګاډي زما تر شا ولاړ وـ ویل مې کیرالې اوس پکې رالې ـ تېښته نا شونې ـ ځایې په ځایې د پولیسو تالاشي بیله ـ او بیا خو د پښتو ویونکو او کمیس پرتوګ اغوستونکو سم چیکنګ روان وو ـ ویل مې خُله بنده کړه چاته څه پته ده چې دا هم پښتون دی،ږیره دې هم د پښتنو په څېر نه ده او چې خپلو جامو ته مې پام شو نو والا چې من من غټ شوم ـ دنېکه مرغه به ورته ووایم چې پېنټ شرټ کې ووم ـ ځان سره مې ویل ځه مړه ته خو خلاص شوې او په زړه زړه کې مې پېنټ شرټ ته دوعاګانې شورو کړی ـ
چه ښه ډاډه شوم ویل مې راشه وګوره چې څه چل دی،په دې ښار بیا څه بلا شوې ده ؟ګاډی هسې هم د رپ نه وو،فټ پات ته وختم ،مخ ته لاړم دیو نه مې تپوس وکړو چې څه چل دی؟هغه د سر په اشاره پوه کړم چې خبر نه دی ـ لږ نور مخې ته لاړم بل کس مې وپوښته ،هغه هیلمټ لیرې کړو،پان یې وتوکو بیا یې وویل دښار خانه خرابه شوې ده خو پته نشته چې څه چل دی ـ لږ نور مخ ته لاړم پخپله مې ولیدو ...هو ....آ دفساد جرړه مې ولیده.... دا یو ټرک و
د شګو وړلو راوړلو ټرک دغه شان ګاډي ته مونږ "ریتۍ "وایو
ټرک سرک په مینځ کې ولاړ و او چاپیر ترې د پولیسو کلکه پېره
اوروژونکي(فایربریګیډ)او ایمبولانسونه هم تیارسۍ،رینجرز او نوره انتظامیه هایي الرټ ـ
ښه شېبه روسته بم ډسپوزل اسکواډ ټرک کلییر وبللو او د ټرک ودریدل یې فني خرابي ومنله او بیا د سرک په بله غاړه راتلونکي وي وي ايي پي ته په انټرکام وویل شو چې "خطره ټل ګیا" ،تاسو راتلایې شۍ ـ ددې سره شغ شو وي وي ايي پي د خپل شاندار پروټوکول سره د سترګې په رپ کې تېر شوـ مونږ ته هم اجازه راکړل شوه او خپل ګاډي مو رورو روان کړل ،خو د ټرک ډرایور او دوه درې مزدوران به چېرته وړل شوي وي والله اعلم ـ