په ،،دابوټي به لونګ شي،، د جاج مذاکره

                                                               ظفر ساپی کریمي

د دوه زره نهم کال د جولایي په نولسمه نېټه د جرس ادبي جرګې جاج مذاکراتي غونډه د ښاغلي منظور کامران په مشرۍ کې  ماډل پارک میټروویل کراچۍ کې وشوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ریاض تسنیم ترسره کړی ـ د ایجنډې ترمخه غونډې ته وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو چې ملګرو وستایه ـ د غونډې دویمه برخه د ښاغلي درویش دراني نوي د چاپه راوتلي کتاب دا بوټي به لونګ شي باندې بحث ته ځانګړې شوې وه ـ

د غونډې ګډنوالو د کتاب په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې ،دبحث پایله په دې وشوه چې ښاغلي دراني مذکوره کتاب په زړه پوري مطالب لري خو معیار یې د ښاغلي لیکوال ددې نه مخکې دوه چاپ شویو شعري مجموعو ته نه رسیږي ـ د ښاغلي لیکوال څخه دا تمه په ځایې کیده چې نوموړی به دا کتاب د دده د مخکنیو مجموعو نه لاپسې غوره وي خو دغونډې د ګډنوالو په آند نوموړی په دې کار کې په سمه توګه بریالی شوی نه دی ـ

د مذاکرې روسته مشاعره وشو ه چې وصال مومند،ریاض تسنیم،امان اپریدي،نورمحمدسعید،امان ال‍له حلیم شملزي،منظور کامران پکې شعرونه واورول ـ