پۀ پښتو ادب او پښتنه سيمه کښې سعدالله جان برق يو داسې معتبر نوم دے چې د هيڅ قسمه تعارف محتاجه نۀ دے، د ادب د ميدان شهسوار، د صحافت لوئې نوم او د مزاحيه ډرامې پلار پۀ ډيرو خوبيانو پرمعمور دے خو ولې يوه ډيره غټه خامى پکښې شته چې د ډيرو حلقو دغه خامى نۀ ده خوښه او هغه خامى ددۀ ريښتينولى ده، صداقت دے.
پۀ دۀ کښې منافقت نشته او چې پۀ زړۀ کښې ئې څۀ وى هغه ئې پۀ خلۀ وى او هم ددغې خامۍ له برکته پۀ ډيرو خاصو ځايونو کښې دۀ ته د خبرو اترو موقعه نۀ ورکړے کيږى پۀ پښتنه سيمه کښې دے يو مزاحيه شاعر اديب، کالم نګار او ډرامه نګار ګڼلے کيږى. او حقيقت هم دا دے چې دۀ پۀ مزاح کښې يو ډير لوئې نوم پيدا کړے دے خو ولې د تحقيق پۀ ميدان کښې هم دے د چا نه کم نۀ دے.
د سعدالله جان برق صيب د پښتنو اصل نسل اوله حصه او دويمه حصه کښې چې کوم بحث شوے دے نو چې کوم خلق برق صيب پيژنى د هغوى يقين نۀ راځى چې پۀ برق صيب کښې دا خوبى هم شته چې پۀ داسې موضوع هم دوى بحثونه او ليکونه کولے شى اګر چې پۀ دې کتابونو کښې ورسره اختلافات هم کيدے شى خو ولې پۀ مجموعى توګه چې پۀ دې دواړو حصو کښې کوم عمليت دے او پۀ قران، سائنس او د انسان پۀ تخليق باندې کوم بحث شويدے نو هغه د داد قابل دے، او بيا پۀ دې کښې چې زمونږ کوم د يو مالائى داستانونه دى او پۀ قران پاک کښې پۀ تورات او د نورو مذهبونو پۀ کتابونو کښې چې کوم داستانونه دى د هغې ئې پۀ تفصيلى توګه جائزه اخستې ده او دغه جائزې ئې د قرانى اياتونو سره يو ځائے کړى او تفصيلى خبرې ئې پرې کړى دى.
پۀ جنس او انس ئې هم پۀ زړۀ پورې بحث کړے دے او د انسانى تخليق چې د سائنس کومه نظريه ده پۀ هغې ئې هم تفصيلى خبرې کړى دى ا ګر چې د سائنسى نظريې زۀ قائل نۀ يم ځکه چې د انسان پۀ حقله د سائنس کومه عقيده ده يا نظريه ده هغه دا ده چې انسان اول يو ماشے ؤ بيا کب شو بيا رو ور دۀ ترقى کوله او اخر دا موجوده انسان ترې جوړ شو. دې نظريې او عقيدې سره چې څوک متفق وى هغه د هغوى خپله عقيده ده زۀ ورسره نۀ يم متفق. البته پۀ دې کتاب کښې چې کومه اصل موضوع ده هغه د پښتنو اصل نسل دے خو ولې تر دې دمه يعنې تر د کتاب دويمې حصې پورې برق صيب پۀ دې کښې نۀ دے کامياب شوے چې د پښتنو اصل نسل ئې ښودلے وے.
ځکه چې تر دې مه خو برق صيب د انسان پۀ پيدائش کښې لګيدلے دے چې موجوده انسان تر دې دمه رارسيدو کښې پۀ اربونو کلونه لګيدلى دى او د موجوده شکل د انسان پيدائش لس زره کاله پوره کيږى.
زۀ پۀ دې بحث ځکه نۀ کؤم چې دا يو ځان له موضوع ده او پۀ دې کښې به ورسره څوک اتفاق کوى او څوک به اختلافات خو ولې پۀ دې کتاب کښې چې تر څو ما برق صيب وپيژندو نو ما ته داسې معلومه شوه چې برق صيب يو سائنسدان دے، يو عالم دے، يو ښۀ تخليق کار دے، د پښتنو اصل نسل کښې چې برق صيب د سائنس پۀ موضوع کومې خبرې کړى دى نو داسې محسوسيږى چې برق صيب يو سائنسدان دے، بيا پۀ قرانى اياتونو ئې چې کوم بحث کړے دے نو د قران پاک عالم معلوميږى د يهود او هندومت پۀ موضوع ئې چې کوم بحث کړے دے لکه چې هم دۀ ددغه مذهب ښۀ مطالعه کړې وى.
او هم دغه صفت د يو ښۀ تخليق کار او يو ښۀ عالم وى چې پۀ هر څۀ عبور لرى پۀ هره موضوع بحث او خبرې کولے شى د کتاب پۀ حقله چې ما د چا سره هم را بطه کړې ده نو هغوى وئيلى دى چې "يره پريږده برق اوزګار دے موضوع ئې کومه ورکړې د ه او ليکل ئې پۀ څۀ کړى دى".
خو ولې د برق صيب نه چې ما پوښتنه وکړه "چې برق صيب تاسو خو دپښتنو اصل نسل ډير پچيده کړو" تاسو خو پۀ دې کتاب کښې نور نور څۀ وئيلى دى نو د هغوى خبره دا وه چې ما غوښتل چې پښتانۀ زۀ د سائنس او نورو موضوعاتو نه هم خبر کړم او غواړم چې د سائنس، قران او د انسان پۀ پيدائش نور نور څۀ ليکل وشى.
بهر حال پۀ مجموعى توګه دپښتنو اصل نسل يو ډير پۀ زړۀ پورې کتاب دے او پښتانۀ ترې ډير څۀ زده کولے شى. پۀ پښتو ادب کښې دا اولنے کتاب دے چې دومره موضوعات پکښې پۀ يو ځائے ليکل شوى دى او ډيره خوارى پرې شوې ده، زما دعا ده چې الله تعالى دې سعدالله جان برق صيب ته نور ډير عمر ورکړى چې د پښتنو اصل نسل معلوم کړى امين
لیک: مصویر قریشي