کرزي او زرداري کې یو ډول څو خاصیتونه ظفرساپی کریمي د وخت د واکمن کومه خوبي بیانول یو ډول قصیده ښکاري ـ د پخوانیو بادشاهانو ته خو به شاعر هم قصیده ویله او تاریخ لیکونکي هم ـ هر څه درباري او هر څوک درباریان ووـ ددغو بادشاهانو قصیدې که څه هم په مونږ اوس هم ښې نه لګي او شاید هم دغه وجه ده چې نن هم مونږ که په یو جمهوري واکمن کې کومه خوبي ووینو نو داسې سترګې پرې پټوو لکه دهغو بادشاهانو غچ چې ددوي نه اخلوـزما د ددومره تمهید مقصد دادې چې نن په اصف علي زرداري څو کرښې ولیکم ـ د پاکستان اوسنې ولسمشر چې دادې دولسمشرۍ کلیزې نمانځلو ته نزدې شوی دی د عجیبه صفتونو یا عیبونو ډک دی ـ دنن نه یوازې دوه کاله دمخه نوموړې د پاکستان په زندانونو کې دیکې خوړلې ،اته کاله په داسې بند محکوم وو چې تراوسه ورباندې د پاکستان ازادو محکمو یو تور هم ثابت نه کړو ـ په خپل هیواد کې نن هم د غل او ډاکو په نومونو مشهور دا ولسمشر هم لکه د افغانستان د حامد کرزي یو شمیر بلکې ګڼ شمېر ژورنالیستانو په مخه اخیستې دی ـ څو ک پرې تور لګوي چې بهرنیو دورو باندې ملکي دولت مصرفوي ،څوک وایي کونډ سړی دی پریږده چې کچکول په لاس ګرزي ـ عرض دا چې ډېر قلمونه دي او ډېرې کرښې خو دا بې چاره یې په یو غوږ اوري او په بل یې اوباسي ـ خو ددې ترڅنګ نوموړی د پاکستان په سیاسي تاریخ کې هغه زیاتونه کوي چې راروان نسلونه به یې یاد ساتي او لکه د وژل شوي ذولفقار علي بټو په څېر به یې د نوم سره د رحمه الله لاحقه لګوي ـ
ډېر لوستونکي به حېران وي چې اصف زرداري دا کوم تاریخ رقموي ،نو ددې پوښتنې اسان ځواب همدا دی چې نوموړی په ډېره سړه سینه د پاکستان د سیاسي کتاب نه هغه بابونه اوباسي کوم چې په دغه کتاب کې امیرالمومنین جنرال ضیاالحق صېب ورننه ایستي وو ـ په پاکستان کې د سیاسي بحران تراوسه پورې ذمه واري د ضیاالحق د پاتې شونو له سوبه مینځ ته راغلی ده ،که دغو عناصرو یو لور ته د افغانستان اور ته لمن وهلې ده او هم یې په هند د کشمیر او تامل په لانجو کې د اوسپنو نېنې چیچلي دي نو بل لور ته د پاکستان څلور جمهوري حکومتونه بې مودې زیان کړي دي ـ اصف علي زرداري چې دغو قوتونو ورڅخه د بند په موده کې د لاسونو د لسو واړو ګتو نوکان هم ویستلي دي او ډېر تکلیفونه یې ورسولي دي خو زرداري خپل هدف ته د رسیدو دپاره د هوسۍ نه بلکې د شمشتۍ مزل شورو کړی دی او په ډېر بریالیتوب خپل هدف ته ګام په ګام نزدې کیږي ـ د بېلګې په توګه نوموړي ددغو عناصرو خلاف لومړې ددغو عناصرو دښمن ولسمشر کرزی د خپلې لوړې مراسمو ته مېلمه کړو او په دې توګه یې د هغو لاس پوڅو ژورنالیستانو د ملنډو سره مخ شو او مخ دی چې وایي زرداري هوښيارتوب ته وګوره چې د افغانستان په څېر هیواد ولسمشر د خپلې لوړې مراسمو ته بلي ـ دویم دا چې نوموړي په نړیواله سطحه دا ومنله چې ترهګر ددوي تر ولقې لاندې سېمو کې تربیتی مرکزونه لري ،دلته پناګانې لري او له همدې ځایه افغانستان بې ثباته کوي ـ دا دریځ هم د هغوي د دېرش کلن پلان مخالف ګڼل کیږي ،ولسمشر مشرف خو دومره په هیڅ خبره نه غصه کیدو لکه څومره چې به په دې خبره غوسه کیدو چې قبایلي سېمو کې ترهګر تربیه کیږي ـ دریم د بې نظیر بټو د وژنې د پلټنې دپاره د ملل متحد نه کمک غوښتل او دهغوۍ د ټیمونو پاکستان ته راتلل هم د زرداري د قوی سوچ غمازي کوي او دا ځکه چې د بې نظیر بټوقاتلان هر ذي شعور ته مالوم دي ،پخپله زرداري هم هغوي پيژني ،مېرمن بټو په خپل ژوند هم ځېنې نومونه اخیستي وو خو بیا هم زرداري جلدي نه کوي او په جمهوري او اصولي طریقه دغه خبره حل کول او د قاتلانو نه په قوي دلایلو سره پرده پورته کول غواړي ـ ولسمشر کرزي او زرداري کې ځېنې قدرونه بیخي یو شان دي د بېلګې په ډول ژورنالیستان چې مالومه نه ده په څه ورته غوسه دي دومره غوسې نیولي دي چې راپور جوړونه هم ترې هیره شوې ده او د کرزي خلاف خبر لیکل ورته لکه د ظالم بادشاه په مخکې د حق کلمه ویل او جهاد اکبر جوړ شوي دي ،نو ځکه خو د غوره راپور هغه تعریف ترې هېر شوې دی چې غوره راپور هغه وي چې یوازې راپور وي او بس ـ ځېنې راپور کې لیک وی ،،یو بل ټوپک سالار د کرزي ملاتړ اعلان کړو،، یا ،،د کرزي په انتخاباتي غونډو کې پېسې وویشل شوې ،، علی هذااقیاس او کرزې دې چې یو یې کوڼ کړې او بل یې ړوند کړی دی ،دویم زرداري دی ،خلق ډېر څه وایي او دا وایي
یه شب پرستو درخشانه مستقبل زما دی
سپوږمۍ که تندر کې راګېره شي څه نوره نشي
یقین وکړۍ چې د افغانستان په تاریخ کې دومره پروپینګډا د چا پسې هم نه ده شوې ـ دپنجابي ژورنالیستانو خو ورته د کنځلو کولو نه ډډه نه کوي ،د افغان ژورنالیستانو په اړه زه څه نشم ویلې ځکه چې هغوي کې د زغم ماده لږه ،،زیاته ،، ده ـ
کرزي هم لکه د زرداري شمالي ټلواله په ډېر هنر ورو ورو د واک نه خارج کړه ـ اول ولسمشري ،بیا درې واړه وزارتونه او نور هم کوشش کوي ـ خو ځېنې یاران ورته داسې مشورې ورکوي چې پټې هم نن رازرغون کړي او لکه د ثور ا نقلاب د بې صبرۍ کولو ثبوت پیش کړي ـ
د پاکستان ذولفقار علي بټو پاکستان ته یو اساسي قانون جوړ کړی دی او نن هم د پاکستان پیپلز ګوند د خپل انتخاباتي کمپاین په موقع په ډېر فخر سره دا یادونه کوي چې مونږ هیواد ته یو اساسي قانون ورکړی دی خو د کرزي اساسي قانون ؟؟؟؟؟؟؟ ولې د ټول هېر دی ؟؟؟
د امریکا نه د بمبارۍ د بندولو خواست او د امریکا منل هم د کرزي بریالیتوب که مونږ نه منو نو پروا نشته ،د کرزي مخالف رحیم الله یوسفزۍ او دهغه د فکر نور یاران خو یې مني ـ