د جرس ادبي جرګې د کره کتنې غونډه د فرورۍ په اوومه نېټه  کاکو هوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ کې د ښاغلي ریاض ساحل په مشرۍ کې ترسره شوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کولې ـ د ایجنډې تر مخه غونډې ته لمړې ظفرکریمي د تېرې غونډې روداد واورولو،د غونډې په دویمه برخه کې ظفرکریمي خپله لنډه کیسه ،،شعور،، کره کتنې ته وړاندې کړه ـ په کیسه د تنقید شورو ریاض تسنیم وکړه او وې ویل چې دې کیسه کې غټه خامي داده چې کیسه پکې نیمګړې پریښودل شوې ده ـ امان اپریدي وویل چې کیسه کې کمال دادې چې تجسس پکې تر اخیره پاتې دی ،او لوستونکی دې ته مجبوره وي چې تر اخیره یې ولولي البته کلامیکس یې زوردار نه دی ـ ظفرکې فنکار شته خو ددغې فنکار نه یې سم کار نه دې اخیستې ـ د کیسې مرکزي خیال دادې چې یوه کلیوال ښځه د ښار د ښځې په پرتله زر تېر ووځي ـ   د غونډې دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې ریاض تسنیم .امان اپریدي.نورالاسلام سنګر،ظفرکریمي،ننګیال یوسفزي او ریاض ساحل پکې کلامونه واورول ـ غونډه کې وقاص ترین ،فضل عزیز او ارشدخان پکې برخه واخیسته ـ  د غونډې په اخر کې کراچۍ د پښتنو د ټول وژنې په سختو ټکو کې غندنه وشوه ـ راتلونکې غونډه کې د ،،مورنیو ژبو ورځ او د پښتو ژبې مقام ،،په موضوع مذاکره کیږي ـ                                       ظفرکریمي