د طاهراپریدي په کتاب د جاج مذاکره
د دوه زره اتم کال د اکتوبر په نولسمه نېټه د جرس ادبي جرګې،،جاج،، مذاکراتي غونډه جهانګیر پارک کراچۍ کې د رحمان بونیري په مشرۍ کې وشوه ،ددې غونډې د نظامت چارې ماښام خټک ترسره کړې ـ دایجنډې ترمخه غونډې ته لومړې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو .
دغونډې دویمه برخه د طاهر اپریدي نوي خپور شوي کتاب ےےد څو لمحو لویه قیصه،، باندې بحث ته ځانګړې شوې وه ـ د موضوع په اړه لیکل شوې مرکزي مقاله کې راغلي وو چې طاهراپریدي مذکوره کتاب د نوموړي د بهترینو کتابونو په کې قطارکې ځکه راځي چې په دې کتاب کې مصنف د افسانې معیار په نظرکې نیولی دی او لکه د خپلو نورو کتابونو د ےےمحلونو خوا کې ،، ےےبیا هغه ماښام دی ،،اوےے لاره کې ماښام،، کې د راغلو افسانو په څېر افسانې یې لیکلي دي او د تېرې څه مودې راهسې د لوستونکي او طاهراپریدي ترمنځ راپیدا شوې واټن یې تر یو حده کم کړی دی ـ
دغونډې دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې ریاض تسنیم،وقاص ترین،ماښام خټک،عبدالسلام سلام،قېصراپریدي،مبارک احمد مبارک،امجدعلي سورج،ریاض ساحل،ظفرکریمي ،وصال مومند او رحمان بونیري پکې کلامونه واورول
دغونډې په پایې کې د طاهر اپریدي د وریندار په مړینه د غمرازۍ څرګندونه وشوه او همدې سره دا مذکراتي غونډه پاي ته ورسیده راروانه غونډه کې امجدعلي سورج نثر کره کتنې ته وړاندې کوي
ظفرکریمي