غزل
داسي زړه رانه ظالم په یوه نـــــظر وړي
لکــــــه باج چې له بې وسه زورور وړي
ما ليکلي توري ځـــــکه شفق رنګ دي
دغــــــه هر یو رانه یوه ټوټه ځيګر وړي
نور خو ډير څــــــه رانه وړي دي حالاتو
جبر داکړي چې له ګوتــــو مي هنر وړي
امیلــــــــونه جوړوم په ساحل ناست یم
دلونګو جوړ ځونډي مي سمنـدر وړي
په سینـــــــــــه کي درد پالل اسانه نه ده
دا له سترګـــو نه خوبونه هم اکثر وړي
داتیارې یې په ( نور) کلــــــه رڼا کيږي
شمع هسي دسره اور لمبې په سر وړي
نورمحمد سعید کراچۍ
23.10.2008
- ظفرساپی کریمي
جنګ
بيا د زمکې سينه چاودى ، د اسمان په خلۀ کښې اور دے لۀ امو نه تر اټکه ، ا ظطراب پۀ وطن خور دے نن معصوم معصوم ګلونه ، پخپل کور کښې خيمه زن دى د وحشت علمبردارو ! دا کومي ګناه تور دے ملالئ پۀ ښار کښې ګرځى ديو ټوک ډوډۍ د پاره يو لالے مې د ډالرو، بل د ريال پۀ اوګو سور دے دغه جنګ مقدس نۀ دے ، زمونږ...
25.10.2008
- ظفرساپی کریمي
د طاهراپریدي په کتاب د جاج مذاکره
د دوه زره اتم کال د اکتوبر په نولسمه نېټه د جرس ادبي جرګې،،جاج،، مذاکراتي غونډه جهانګیر پارک کراچۍ کې د رحمان بونیري په مشرۍ کې وشوه ،ددې غونډې د نظامت چارې ماښام خټک ترسره کړې ـ دایجنډې ترمخه غونډې ته لومړې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو .دغونډې دویمه برخه د طاهر اپریدي نوي خپور شوي کتاب ےےد څو لمحو لویه قیصه،، باندې بحث ته ځانګړې شوې وه ـ د موضوع په اړه لیکل شوې مرکز...