جنګ

بيا د زمکې سينه چاودى ، د اسمان په خلۀ کښې اور دے
لۀ امو نه تر اټکه ، ا ظطراب پۀ وطن خور دے
نن معصوم معصوم ګلونه ، پخپل کور کښې خيمه زن دى
د وحشت علمبردارو ! دا کومي ګناه تور دے
ملالئ پۀ ښار کښې ګرځى ديو ټوک ډوډۍ د پاره
يو لالے مې د ډالرو، بل د ريال پۀ اوګو سور دے
دغه جنګ مقدس نۀ دے ، زمونږ وينه مقدسه
دغه جنګ د مفاداتو دغه جنګ د زر او زور دے
عالمى داړه مارانو ! مقامى جنګ سالارانو !
دا جنت وطن خالى کړئ دا زمونږ د مينى کور دے
اے د امن سفيرانو ! حقيقى قلم کارانو !
د غه جنګ ودرول غواړى هر حساس زړۀ کښې دا شور دے

عبدالسلام  سلام