ګټه او زيان
نوم خو خدای خبر چا ورباندي اميرخان ايښی وو خو نه امير وواو نه خان بلکه زموږد کوڅې په سر کي یې دانګريزانو ددور په اباد شوي یوه دکان کي یو سماوار او يو څو خيرني خچني پیالی او چاينکي ایښي وي او ددکان په لو حه یې لیکلي وو ما شا ا لله هوټل
همدغه ماشالله هوټل چې له سهاره تر ماښامه به د کوڅې دوزګاروخلکو دساعت تیري او بحثونو جګړو او مرکو مرکز وو دشپې له خوا د امیر خان او دده د دواړو مزدورانو دويده کيدو ځای هم وواميرخان کلیوال سړی وو او کلونه کلونه


مونږ د ماشالله هوټل نغري ته ولاړ او د ډبرو دسکرو په لوګو کي پټ په همدغه حال کي لیده چې دکوڅې په یوه او بل اړخ کي له موجودو دکاندارانو سره به یې دګوتو په اشارو خبري کولې چونکه دلته د چایو مقدار نه بلکه د پیالو تعداد حسابیږي نو امیرخان به دګوتو په اشاره له دکاندارانو
نه پوښتنه کوله چې څومره چای غواړی خو چې دکاندار به څومره ګوتي په هوا کي هسکي کړي نو امیرخان به پوه شو سر به یې وخوځاوه او د مزدور په لاس به یې چې دوۍ ورته بار والا وایې چای ور واستاوه
داميرخان ماشالله هوټل بي له هغې د بي روزګارو خلکو دناستي ځای وو او اکثر به پنځه او لس کسان په هوټل کي دننه او باهرپه پرتو ګوډو او ماتو کټونو او چوکیو ناست وو خو نن چې زه په کوڅه راننوتم نو ومي لیدل چې د امیرخان په هوټل کي بې ساري ګڼه ګوڼه ده خلک تر امیرخان شا او خوا را تاو دي او ځينی کسان
خو لا په کټونو او چو کیو د پاسه ولاړ دی او سرونه هسک هسک کوي چې په تیزو قدمونو هوټل ته ورنیزدې شوم نو د امیرخان له خبرو چې په ډیر جګ او هیجاني اواز یې کولی پوه شوم چې دیو بل سړي او ده تر منځ شخړه په دې ده چې دهغه سړی چې دده په هوټل کي چای څکلی دعوی ده چې هغه امیر خان ته یې له هوټل نه دوتلو په وخت کي دلسو روپولوټ ورکړی چې باید امیرخان دخپل چای قیمت پنځه روپې ور واخلي او پاتي پنځه روپۍ بیرته هغه سړي ته ورکړي ولي امیرخان دا ادعا دروغ بولي او وایې چې هغه سړي ده ته دپنځو روپو لوټ ورکړی او پنځه روپۍ دیوه چای قیمت ده نو ددوۍ دواړو تر منځ حساب خلاص ده او دا سړی دي نور په خپله مخه ځې.دواړو یوه بل ته دخپلي حلال خورۍ کیسې په داسي حال کي تکرارولي چې
دیوه اوبل خبرو ته یې غوږ نه نیوه او ولاړو نندارچیانو د سرونو په ښورولو ددواړو خبري تائیدولي خو چې خبره له دې هم مخکي لاړه نو یوه بل ته یې په سپکو سپورو او کنځلو پیل وکړ او بالاخره یې دیوه او بل ګریوان ته لاس واچاوه دډیرو خلکو په شتوالي کی دې جګړې ډیر دوام وه نه موند او خلکو دوي دواړه له یوه بله بيل کړل خو دامیرخان نغري ته نزدې شاوخوا پرتې خاوریني پیالې او داوبو دڅکلو ګلاسونه په دې آخ وډب کي ټوټه ټوټه مات شول دامیرخان د ورځني عايد پیسې چې مخ ته په پرتې یوه پلاستیکي کاسه کي اچولې له کاسې سره ورکي وې او هغه بل سړي چې دکمیس مخکينی جیب یې شکیدلی وو ویل چې له جیب نه یې مبائل او پنځه سوه روپۍ غورځیدلي دي لږ شیبه دواړو لالندي په ځمکه یو بل خوا او بیا یې یو بل ته په قهر قهر وکتل خو شاید ددوهمي جګړې توان په یوه کي هم نه وو نو هغه سړی هم په کوڅه کي یوې خواته روان شواوامیر خان هم دخپلو ماتو پیالو په راټولولو لګیا شو

نورمحمد سعید پاکستان کراچۍ