غزل
جادوګـــــــر به په ځان ولې اخته نه وي
چـــــــې یې هره فرشـــــــته بربنډه زغلي

یه د غـــــــوڅو کـــــــــکرو دکلي خلقو!
زمانـــــــه درنه په منـــــــــډه منډه زغلي

د شعور پـــه مرۍ کلـــــــکه پښه کیږدم
لاشعور کې مې شهید او کونډه زغلي

یا زمونږ دحصـــــــــــې لمر تندر نیولی
یا سپـــــــــېڅلې نظریه مو شنډه زغلي

 

تخیل مې اویا حورې مېــــــــلمنې کړې
چې مې مخې ته یوه غونډه منډه زغلي

تورابان دکـــــــــــــــوه قافه نه راکوز شو
د پښـــــــــتون کلي په څنډه څنډه زغلي

                   ظفرکریمي کراچۍ