یادګېرنه
زه د خپل ژوند د تمامي سکون په نوم جانانه
تا ته د مېنې د یو څو لمحو قیصه کول خپل حق ګڼمه
راشه که څه هم د خپل ضد په وړاندې نه منې ته
راشه که څه هم د خپل نوم سره مې نوم نه غواړې
خو بیا هم دومره ده چې !!
ستا د ګلاب ګلاب ځوانۍ هغه غرور او ګرمي
زما د ولو په منځ ستا د شونډو نخښې جانه!
ستا تکبر ته سجده ریزه دي سوالونه کوي
راشه جانانه! دغه ټولې حوالې یادې که
ماته زما د لیونتوب هغه قیصې یادې که
هغه چې ما به ستا په کچه ګُته چک ولګو
ته به اوده وې تا به وخندل راویښه به شوې
بیا به د ګوتې د ګومنز غوندې راپورته کړلې
په یو انداز کې به دې واړول ویښته جانانه
جانانه ګوره زمونږ نورې حوالې هم شته دی
د ټلیفون،د سمندر دغاړې سېل او د تحفو حوالې
جانانه ډېرې حوالې دي خو لږ راشه کنه
چې یو ځل بیاد لیونتوب تر حده یو بل ښکل کړو
یو ځلې بیا ستا په لاسونو کې ګجرې واچوم
یو ځلې بیا د پيغلتوب په ټال کې وځانګمه
یو ځلې بیا ستا نظرماتې له مزار ته لاړ شم
یو ځلې بیا ستا په څنګل باندې خوبونه وکړم
جانانه! تاته یاد شي هغه چې ناجوړه ووم زه
ته وارخطا وی او تندی دې راله هم ښکلوو؟
جانانه ما یوورځې تاته خپل یو شعر اوروو
ےےتنهايي د سړي خونه تار په تــــــار کړي
سړی مړ کړي،سړی وچ لکه د تار کړي،،
ته فکرمنده شوې خفه شوې تا وی چرې هم نه
تاوی که مونږ جدا کیدو نو خدای قیامت راوله
راشه نن وګوره قیامت دی تنهايي ده لیونتوب دی جانه
ستا بازیګر او په تا ګران رحمان د زوره پریوت
تاته د ژوند قیصه حاصل د زندګۍ پاتې دی
په تا مین جانان بې تا نه بې سیالۍ پاتې دی
رحمان بونیری کراچۍ