غــــــــزل
دومره ډېره وه زمــــــا د زړه قراره
نورې لیرې کړه دهــجر له انګاره
کله کله خبر آخله ــــ کـــــله کــــله!
لاس په لاس کې راکوه دزړه لپاره
داخو عشق دی او په عشق کې داسې کیږي
زه به ستا او ته زما غمونه شماره
ښه پوهیږم دهــــرچا په قامتونو
ښه خبریم د نښتـــــر او د چیناره
زُلیخابه سر دهغې لارې نیسي
چې یوسف پرې راتیریږي له بازاره
ته به څه دپښتنو قدرونه ستاي
خبر نه یې دمنګي او د ســتاره
ته په داسې وخت زمونږ کلي ته راشه
چې ګلونه راوریږي د بــــــهاره
جانه!دابه وي دُعا دملــــنګانو
ته چې ځې دسړیتوب په کومه لاره
زرجان مداخېل کراچۍ