غـــــــــــزل
ساز سندره ساقي جام دی
د رنګونو ډک ماښــام دی
ځم ټپې له د غره ســــــر ته
راسره نوی پېغــــــــام دی
دسرونو شمېر مو نــشته
قتل عام دی قتل عام دی
په کلونو اباد نه شـــــــــو
څو ک ددی کلي امام دی
دغه ګُــــل څڼو له مه وړه
دغه ګُــل هلته بدنام دی
دا دستړي ژوندکیسې دي
دانه وحــي نه الهام دی
ننګیال یوسفزی کراچۍ
23.04.2008
- ظفرساپی کریمي
غــــــــزل
دومره ډېره وه زمــــــا د زړه قرارهنورې لیرې کړه دهــجر له انګاره
کله کله خبر آخله ــــ کـــــله کــــله!لاس په لاس کې راکوه دزړه لپاره
داخو عشق دی او په عشق کې داسې کیږيزه به ستا او ته زما غمونه شماره
ښه پوهیږم دهــــرچا په قامتونوښه خبریم د نښتـ...
27.04.2008
- ظفرساپی کریمي
"کرزی صېب ددو ښېرو نه دی"
داد 22 اګست 2002م یو زېړ مازیګر ؤـ زما ماما کوم چې دا مهال دګوانتانامو په زندان کې بندي دی ،یوه ورځ دمخه دامریکایانو له لوري په یوه نامالومه وجه نیول شوی ؤ ـ دماما په کور کې د پښتنې روایاتو له مخې ډېرې میرمنې راټولې شوې وې او د ماما په نیونه یې کوربه نوو مېرمنو ته دلاسه ورکوله او د ماما د راخل...