"کرزی صېب ددو ښېرو نه دی"
داد 22 اګست 2002م یو زېړ مازیګر ؤـ زما ماما کوم چې دا مهال دګوانتانامو په زندان کې بندي دی ،یوه ورځ دمخه دامریکایانو له لوري په یوه نامالومه وجه نیول شوی ؤ ـ دماما په کور کې د پښتنې روایاتو له مخې ډېرې میرمنې راټولې شوې وې او د ماما په نیونه یې کوربه نوو مېرمنو ته دلاسه ورکوله او د ماما د راخلاصۍ لپاره یې دُعاییه لفظونه کارول ـ هرې مېرمن به ویل" خدای به خېر کړي ،هغه به زر را ازاد شي ـ"
په دغو مېرمنو کې یوه مېرمن داسې هم وه چې د کوټې په ګُټ کې په جانماز ناسته وه ،سر یې سرتو ر کړې و او کرزي صېب (هغه وخت کرزې صېب نوې نوې موقتي ولسمشر شوې و ، او افغانان ورته ډېر زیات خوشبین وو) ته یې لپې لپې ښېرې کولې ـ یوې بلې میلمنې مېرمن چې ددغې ښېره ناکې مېرمن دومره سختې ښېرې واوریدی نو خواته ورغله او په خپله مخصوصه لهجه کې ورته وویل "یاخورې دومره ډېرې او په سرتوره ښېرې مه کوه ،کرزی غریب خو ددو ښېرو نه دی"
نن مې چې د جهاد د بریالیتوب د 16 کلیزې په مهال کابل کې جوړې شوې غونډه باندې د توغوندي او ډزو خبر ولوستو نو دهغې مېرمن خبره رایاده شوه او ځان سره مې وویل چې ریښتیا کرزی صېب دوو ښېرو ته د ټینګې نه دی ـ
اته کاله وړاندې په کرزې صېب باندې په قندهارکې د ملي اردو یو عسکر حمله کړی وه او نن اته کاله روسته کابل کې په هغه مخامخ برید کیږی ـ
زما په فکر دا د فکر خبره ده
چېرته تللی وې ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ هیچرې نه
څه دې راوړل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هېڅ نه
ظفرکریمي