غــــــــزل

ستا د وعدو په مېرو سر شم نو غزل ولیکم
ته مې رایاد شې تا له درشم نو غزل ولیـــکم

زه چې بې حسه شم باغي شم نو بارود ایجادکړم
چې سُخنور شم نغمه ګر شم نو غزل ولیکم

خلق له خدایه ګیله من شي نو شکوه ولیکي
زه چې له یاره مرور شم نو غزل ولیــــــــکم

مشیني ښار،پیکه ماحول او دفکټریوشور کې
چې لېونی اوتر اوتر شم نو غزل ولیــــــکم

لوظونه ستا د سایبیریا  دجیـــــلونو نه یخ
زه چې اور واخلم پېښور شم نو غزل ولیکم

هغه چې مونږ پکې یو بل ته کتل طاهره!٬
اوس چې هغو کوڅو له ورشم نو غزل ولیکم
         طاهر بونیری
       11اکتوبر 1992 کراچۍ